فرهنګ او هنر

د ننګرهار کتاب پلورونکي؛ د بازار نشتوالي یې کار وبار له ځوړتیا سره مخ کړی

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په دې وروستیو کې د کتاب پلورنې بازار پیکه شوی او له همدې امله کتاب پلورونکي شکایت لري که دا حالت دوام وکړي ښايي لسګونه کتاب پلورنځي وتړل شي.

کتاب پلورونکي وايي، وروستي بدلون، د خلکو د وزګارۍ، لوړو مالیو او د يو شمېر ښوونیزو مرکزونو تړل کېدو يې پر کاروبار منفي اغېزه کړې او د کتاب پلورنې بازار یې ډېر پیکه شوی دی.

په جلال اباد ښار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې مسوول زاهدالله ناصري له آمو سره په خبرو کې وویل، د پخوا په پرتله د کتاب پېرېدونکو شمېر کم شوی او له همدې امله کتاب پلورونکي له خپل روزګاره راضي نه دي.

زاهد وایي، د بې وزلۍ ترڅنګ د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو تړل کېدل هغه لوی لامل دی، چې د کتاب پلورنې بازار یې پيکه کړی دی.

نوموړی زیاتوي: «ننګرهار کې د کتاب پلورلو بازار بې خونده شوی، له بده مرغه کتابونه چاپېږي خو اخیستونکي نه لري. مخکې به د ورځې لسګونه کتابونه پلورل کېدل خو اوس بې وزلي زیاته شوې او څوک د کتاب پېرلو وس نه لري، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه تړل شوي چې دا یې هم نور لاملونه دي.»

نوموړی وایي، نه یوازې دا چې کتاب اخیستونکي کم شوي بلکې د کتابونو د چاپ په برخه کې یې هم کارونه ټکني شوي او اوس د بې خونده بازار له وېرې دوی د نويو کتابونو چاپ ته زړه نه ښه کوي.

بل لور ته بیا په ځوانان کې د کتاب لوستلو کلتور پیکه شوی چې لامل یې اوسنی نظام او د ټکنالوژۍ کارول دي.

محمد طارق شینواری، چې د سیاسي علومو مینه وال دی وایي، ګرځنده ټلیفونونه او انټرنټ ډېری ځوانان د کتاب له لوست بې برخې کړي او له همدې امله ځوانان د کتاب اخیستو او لوستلو پرځای موبایل او انټرنټ ته مخه کوي.

شینواری وایي، د دې ترڅنګ د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل کېدل او د لوړو زده کړو وزارت په کچه د طالب چارواکو احساساتي ویناوې هغه لاملونه دي، چې ډېری ځوانان یې له مطالعې زړه توري کړي دي.

هغه زیاتوي: «له بده مرغه خلک اوس کتاب نه لولي، موبایل او انټرنټ کاروي چې دا هم منفي اغطز لري، تکنالوژي او پرمختګ ښه دی خو داسې نه چې ټول وخت پر بې ځایه کارونو تېر او د کتاب لوستل هېر کړو. له دې سره سره د طالب چارواکو غیر مسوولانه ویناوې چې د لوړو زده کړو وزارت په کچه یې کوي ځوانان ناهیلي کړي دي.»

یوازې کتاب پلورونکي نه دي چې د کتاب پلورلو له خراب بازاره شکایت لري، بلکې د کتاب پېرودونکی او مینه وال هم د خراب اقتصادي وضعیت له امله د کتابونو له لوړې بیې شکایت لري.

لایق زاده وایي، ډېری ځوانان د خپلې خوښې وړ کتاب اخیستو لېوالتیا لري، خو د کتابونو د لوړې بیې له امله یې له اخیستو ډډه کوي.

هغه زیاتوي چې، کتاب پلورنځي باید د بازار اړتیا ته په کتو نرخونه هم را ټيټ کړي.

یو شمېر نور کسان بیا د کتاب لوستلو کلتور پر پياوړتیا ټینګار لري او وایي که ځوانان کتاب لوستلو ته مخه کړي پوهه او وړتیا به یې زیاته شي.

دا شکایتونه وروسته له هغې کېږي، چې تازه په ننګرهار کې یوې ډلې ځوانانو پر عامه لارو د کتاب لوستلو کمپاين پیل کړی، چې موخه یې کتاب ته د خلکو د لېوالتیا جلبول بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په واکمنېدو سره نه یوازې په ننګرهار کې د کتابونو د پلور بازار له ځوړتیا سره مخ دی، بلکې په نورو ختيځو ولایتونو کې هم کتاب پلورونکي له ورته برخلیک سره مخ دي او شکایت لري که حالت همداسې دوام وکړي ښايي ډېری خپل کتابپلورنځي وتړل شي .