افغانستان

د زابل اوسېدونکي د وزګارۍ له زیاتوالي شکایت لري

زابل د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی، چې له اقتصادي اړخه له پامه لوېدلی او ګڼ شمېر اوسېدونکې يې بې وزله دي.

ددغه ولايت ډېری اوسېدونکي د کار لپاره پيدا ګاونډيو هېوادونو ته ځې چې ان ځینې یې پر دې لاره ژوند له لاسه ورکوي.

د زابل اوسېدونکي وايې چې د نوي نظام په راتګ سره بنسټيزې پروژې درېدلې چې له امله يې زیات شمېر وزګار شوي او د کورنۍ اړتیاوې نه شي برابرولاي.

ددې ولايت يو اوسېدونکی هدايت الله وايې چې له دې مخکې یې په ځينو پروژو کې ودانیز کارونه کول او ورځنۍ چاترې تر یوه بریده روانې وې چې د پروژو د کارونو په درېدو سره وزګار شوی او له اوسني حکومت (طالبانو ادارې) دوی ته د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه کوي.

نوموړی زياتوي: «زه خپله معمار يم او له کلونو راهيسي مې د زابل په بېلابېلو بنسټيزو پروژو کې دنده ترسره کړې، خو له ورستيو بدلونونو راهيسي وزګار شوی يم ددې وزګارۍ له امله ټوله ورځ د ښار په څنډو کې د کار په لټه وم خو کار راته نه پيدا کېږي، له دې امله د کورنۍ اړتیاوې نه شم برابرولای.»

له بلې خوا، د زابل لوستي ځوانان هم د وزګارۍ کچې د لوړېدو خبره کوي او پر حکومت او بشري موسسو نيوکه کوي چې دوی د کارکوونکو په ګمارلو کې رابطو کې رابطو او اړیکو ته پام کوي.»

د زابل اوسېدونکی صديق الله وايي چې يو شمېر موسسې د کارکوونکو بستونه د ازموينې په موخه اعلان ته سپاري خو د اعلان تر ختم وروسته په بيړه خپل ملګري، او خپلوان پر يادو بستونو ګماري، چې دې کار د هغو ځوانانو د کار کولو مخه نيولې چې لوړې زده کړې يې کړې دي.

لودين زياتوي: «واقعأ هم چې د وزګارۍ کچه ورځ تر بلې زياتېږي، او لامل يې دا دی چې ځيني موسسې د کسانو د ګمارلو پرمهال خپلوي او ملګري پالي، او په نمايشي توګه بستونه اعلان ته ورکوي.

د زابل يو بل اوسېدونکي بشير احمد بيا ادعا کوي چې په موسسو کې د دې ولایت له اوسېدونکو سره توپيري چلند کېږې او ان ځينې ځوانان چې په ازموينه کې بريالي شوي وي، خنډونه ورته جوړېږي او پر ځای یې د نورو ولایتونو کسان پر دندو ګمارل شي.

نوموړی زیاتوي: «موسسې له دغو خلکو سره توپیري چلند کوي چې آن ځيني ځوانان چې په آزموینه کې بریالي هم پر ځای یې د خپلوۍ او اړیکو پر بنسټ نور کسان ګمارل کېږي.»

بل خوا په زابل کې د طالبانو د اقتصاد رياست مسوولین د وزګارۍ زیاتوالی تاییدوي، خو وایي، هڅه کوي په دې ولایت کې د نیمګړو پروژو کارونه پيل او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

زابل کې د طالبانو د اقتصاد رييس حاجي آمر وايې چې موسسې د دوی په پوره کنټرول کي دي او چاته به اجازه ورنکړي چې خپلسرې ګمارنې او توپيري چلند وکړي.

هغه وایي چې دا مهال په زابل کې ۴۹ کورنۍ او بهرنۍ موسسې فعالیت لري چې ۳۵۰۰ کسان په بېلابېلو برخو کې ورسره کار کوي.

د يادونې وړ ده چې په زابل کې د ۴۹ کورنيو او بهرنيو موسسو پر مټ ۷۹ بېلابېلې بنسټيزې پروژې پيل شوې چې دوولس زره کسان پکې په دندو بوخت دي.