افغانستان

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: ډیموکراتان په پوهنتونونو کې ځای نه لري

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست چې له دوو ورځو راهیسې په هرات ولایت کې دی، په هغو مراسمو کې چې ښځینه استادان او محصلین پکې حاضر وو، وویل چې ډیموکراتان په پوهنتونونو کې ځای نه لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم هرات ولایت ته په سفر کې وايی: «هېڅوک د جمعیت اصلاح، حزب التحریر او دیموکراتانو په نوم په پوهنتونونو کې ځای نه لري او که څوک ولیدل شي، سزا ورکول کېږي.»

هغه همداراز دیني عالمانو ته په وینا کې زیاته کړه چې له دوی د آزموینې په بهیر کې، له آسانتیا کار اخیستل شوی او د علماوو اسناد باید په درناوي سره وڅېړل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې له ځوانانو اصولي آزموینه اخیستل کېږي؛ خو هېڅوک حق نه لري چې له دیني عالمانو آزموینه واخلي او همداراز د مجاهدینو (طالب زده کوونکي) لپاره چې ډېر زحمتونه یې ګاللي، امتیازات په پام کې نیول کېږي.

هغه د پوهنتونونو له اوسنیو استادانو غوښتي چې د محصلینو افکار په داسې ډول برابر کړي ترڅو د خلکو د وژنې او زیان رسولو لامل نه شي.

ندیم وویل: «محصلین په داسې ډول وروزئ چې ځانونه خداي مکړه په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې ځان ته چاودنه ورکړي او د خلکو د وژنې لامل شي.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د طالبانو ډلې د جنګیالیو لپاره چې په تېرو شلو کلونو کې جنګېدلي، امتیاز په پام کې ونیول شي او هر طالب چې زیات مینونه یې اېښي، د مین اېښودلو په اړه امتیاز ورکړل شي.

ملاندیم وویل: «شل کاله یې په زحمت کې تېر کړي، اوس تاسو ورته ووایئ چې آزموینه ورکړه، هغه د ټولو مسایلو حافظ هم نه دی، ګناه یې دا نه ده چې شل کاله له کفارو سره جنګېدلی. د امتیاز درجه او باید د مینونو اېښودلو په اندازه وي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په خپلو څرګندونو کې د لوېدیځ زون له ټولو علماوو وغوښتل چې د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت نظام (د طالبانو اداره) خداي تعالی موږ ته راکړئ او په دې نظام کې واکمن الله متعال دی او امیر د نظام خادم دی.»

له بلې خوا، په هرات پوهنتون کې محصلین وایي چې ددې ولایت پوهنتون نوموړي ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په سفر سره، رخصت او آزموینې یې لغوه شوې دي.

د هرات پوهنتون محصلین د پوهنتون د تړل کېدو او د آزموینې د لغوه کېدو لامل، هرات ته د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ندا محمد ندیم بولي.

دوی زیاتوي چې ټاکل شوې وه د نویو محصلینو د نوم لیکنې بهیر پیل شي او همداراز د یو شمېر محصلینو آزموینه پاتې وه؛ خو دا چارې ټول له ستونزې سره مخ کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په هرات کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو له استادانو او محصلینو سره د تېرې ورځې په ناسته کې، ښځینه استادانو او محصلینو پکې ګډون نه درلود.

ندا محمد ندیم دوې ورځې مخکې هم په یوه ناسته کې ویلي و چې «شرعي احکام» به په ټول افغانستان کې عملي شي. نوموړي ټینګار کړی و چې د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونې راپورونه د لوېدیځ تبلیغات دي.

له دې مخکې په طالبانو کې ځینو سرچینو آمو ته ویلي چې ددې ډلې چارواکو د نجونو پرمخ د ټولو پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه خپله پرېکړه وروستۍ کړي.