افغانستان

طالبانو په غور کې ۷ تنه د خلکو په مخکې په دُرو ووهل

په غور کې ځايي سرچینې وايي چې نن یکشنبې د لیندۍ په ۱۳مه د طالبانو محکمې د یوې ښځې په ګډون اوه تنه په دُرو ووهل.

یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د آمو ټلویزيون خبریال ته وایي چې د طالبانو محکمې اوه تنه د شرابو د څښلو او اخلاقي فساد په جرم د دې ولایت په سپورتي لوبغالي کې په دُرو ووهل.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو هر یو ۵ تنه د شراب څښلو په جرم ۳۹ دُرې او د یوې ښځې په ګډون دوه تنه ۲۵ دُرې او یو بل سړی ۳۵ دُرې وواهه.

یو بل کس چې په صحرايي محکمه کې حاضر و وايي چې طالبانو ددې حکم په اجرا سره خلکو ته وویل چې هرڅوک د شریعت خلاف عمل وکړي، له دې ډول برخلیک سره مخ شي. طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د شرعي حکم د اجرا لپاره د طالبانو د مشر فرمان

طالبانو د نومبر په څوارلسمه اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر ملاهبت الله آخوندزاده له قاضیانو سره په ناسته کې ویلي چې شرعي سزا لکه حدود او قصاص باید عملي شي.

طالبانو د ملاهبت الله له دې حکم وروسته، د لومړي ځل لپاره د لړم په ۲۸مه نولس ښځې او نارینه په تخار کې په متروکو ووهل، له هغې وروسته د لیندۍ میاشتې په دوهمه نېټه د لوګر ولایت د مرکز پل علم په سپورتي لوبغالي کې نهه نارینه او څلور ښځې په دُرو ووهلې.

په تخار او لوګر ولایتونو کې له دغو دوو پېښو وروسته، د ملګروملتونو سازمان د طالبانو له خوا د افغانانو په دُرو وهل «ظالمانه» وبلل.

د ملګروملتونو سازمان ویاند فرحان حق، په یوه خبري ناسته کې د طالبانو ددې اقدام په اړه ویلي: «موږ له هر ډول ظالمانه سزاګانو سره مخالف یو.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لوګر کې د دې ډلې له خوا د ۱۲ تنو د ‌«دُرو» وهلو په اړه د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په غبرګون کې وویل چې دا نیوکې د اسلام دین ته نه درناوی دی.

هغه ویلي و: «هېوادونه او سازمانونه باید اجازه ورنه کړي چې مغرض کسان د دوی له ادرسه د اسلام د سپېڅلي دین او احکامو په اړه یې غیرمسوولانه او تحریکوونکې څرګندونې وکړي.»

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو دا عمل ویرونکی وباله او وې ویل چې دا حرکت، افغانستان یو ځل بیا «له خطرناکې» لارې سره مخ کړی دی.

له بلې خوا، اروپايي پارلمان هم تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې طالبان په «جنسیتي اپارتاید» تورن کړل.

د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو د لیندۍ په ۱۱مه نېټه په کابل کې ۲۱ ښځې او نارینه په دُرو ووهل. په کابل کې سرچینې آمو ته وایي چې طالبانو پنجشنبې د لیندۍ په لسمه ۱۵ نارینه او شپږ ښځې هم د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.