افغانستان

«کاکا مراد» د افغانانو په منځ کې خوږ سړی

تیتسو ناکامورا یو جاپانی ډاکتر و چې دېرش کاله یې په افغانستان کې په رغنیزو پروژو کې خدمات کړي. ‍ناکامورا په ځوانۍ کې افغانستان ته راغئ او په ترټولو سخت وضعیت کې د دغه هېواد د خلکو ترڅنګ پاتې شو، کار یې وکړ او مړ شو.

هغه د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې پر خدمت بوخت و. د ننګرهار خلک له هغه سره ډېر صمیمي و او هغه یې «کاکا مراد» باله.                                                                                                                                                                                                                                                                          

ولې ناکامورا په خلکو کې خوږ سړی و مینه یې ورسره لرله؟

ناکامورا د خپل عمر ډېر کلونو د افغانانو په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت د خلکو د خدمت لپاره تېر کړی و. هغه په دې کلونو کې بریالی شو چې د کونړ اوبو د کابو کولو او د بزګرۍ او سرسبزۍ لپاره د اوبو رسولو لپاره لسګونه کانالونه جوړ کړي. هغه همداراز ۱۶ هکټاره للمي ځمکې پر کرنیزې ځمکې بدله کړه. ناکامورا په ننګرهار کې ۲۷ کیلومتره اوږد کانال جوړ کړ.

هغه بنسټ چې ناکامورا یې له لارې خدمات وړاندې کول (پي ام اس) نومېده. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې ناکامورا په دې موده کې وتوانېد ۱۵۰۰ ژور څاه‌ګان چې ۶۵۰۰ تنه یې له اوبو ګټه واخلي، جوړ کړي. هغه په ننګرهار کې دوه جوماتونه او دوه روغتونونه جوړ کړل.

ناکامورا له وژل کېدو وروسته مخکې د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت د یوه ستر کانال جوړول پیل کړي و، له دې ناخبره چې له پرانیستلو مخکې وژل کېږي.

هغه افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو له امله د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د افغانستان افتخاري تابعیت ترلاسه کړ.

ناکامورا د اوبو لګولو په برخه کې د ننګرهار خلکو ته ډېر خدمات ترسره کړل.

د ننګرهار اوسېدونکی وایي چې د کاکا مراد (ناکامورا) خدمتونه هېڅکله نه هېروي او تل به د دغه جاپاني ډاکتر د خدماتو ستاینه کوي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو اوسېدونکی هلال‌الدین وایي، چې ناکامورا ډېر صادق کس و.

هغه وایي: «ناکامورا ډېر په صداقت سره کار کاوه. ښه چلند یې درلود. له دمې پرته یې کار کاوه، تل یې ویل چې افغانان باید شپه او ورځ کار وکړي؛ ځکه هېواد یې اړتیا ورته لري.»

هلال‌الدین زیاتوي: «ناکامورا، له افغانستان او خلکو سره یې ډېره مینه لرله. هغه افغانستان خپل دویم کور باله او د دې خلکو ترڅنګ یې د ارامتیا احساس کاوه.»

د ننګرهار یو قومي مشر حاجي صالح محمد د ناکامورا خدمات بې مخینې او حیاتي ګڼي.

د هغه په باور، د ناکامورا خدمات ډېر ارزښتناک دي او خیر یې ټول ننګرهار او افغانستان رسېږي.

صالح محمد دوام ورکړ: «ناکامورا ډېر ژور فکر کاوه. هغه پوهېده چې د یوه هېواد بنسټ اقتصاد دی او د اقتصاد بنسټ بزګري ده؛ له همدې امله هغه ډېر دقیق کار کاوه. ناکامورا د ننګرهاریانو لپاره ارزښتناک خدمات ترسره کړل او سلګونه جرېبه ځمکه یې خړوبه کړه او کرنې ته یې وده ورکړ. خلک د ناکامورا له خدماتو لا هم ګټه اخلي.»

ناکامورا د افغانستان د بیارغونې لپاره ډېر هیلې لرلې؛ خو د دغه جاپاني مرسته کوونکي ډاکتر د خدماتو فصل نیمګړی پاتې شو چې درې کاله مخکې د ۲۰۱۹ د ډسمبر پر ۴ کله چې د یوې پروژې د پرانیستو لپاره جلال اباد ته روان و، د ده پر لېږدونکی موټر ډزې وشوې او تیستو ناکامورا په دې برید کې ووژل شو.

د ناکامورا وژل کېدو توند غبرګونونه راپارولي وو. په ټول افغانستان کې خلکو په بېلابېأو لاریونونو کې پر ناکامورا برید غندلی او هغه وخت له حکومته یې وغوښتل چې د نوموړي د وژلو دوسیه وڅېړل شي او عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.