افغانستان

په کابل کې د پاکستان پر سفارت د تېرې ورځې له برید وروسته، پر طالبانو نیوکې

کابل کې د پاکستان پر سفارت د جمعې ورځې په برید کې ددې سفارت یو ساتونکی سخت ټپي شو؛ دغه برید له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د بریدګر موخه، د پاکستان سفارت شارژدافیر و؛ خو په دې برید کې د دې سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظامي ته جدي زیان نه دی رسېدلی.

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې له ټولو لوریو غوښتي چې د دپیلوماتیکو ځایونو او د امنیت شورا غړو ته درناوی وکړي او ددغو سیمو د امنیت د ساتلو لپاره مناسب اقدامات په پام کې ونیسي.

امنیت شورا همداراز ددغه برید د عاملینو، پلانونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو د محاکمې غوښتونکي شوي دي.

ددې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د هر ډول نفوذ او زیان په وړاندې د دیپلوماتیکو او کونسلي ځایونو د ساتنې لپاره ټول مناسب اقدامات باید ترسره شي او ددغه ماموریت د ګډوډولو مخنیوی دې وشي.»

په کابل کې د ایران سفارت هم پر خپله ټویټر پاڼه د پاکستان پر سفارت او د حزب اسلامي بر دفتر برید غندیل او د طالبانو له سرپرستې ادارې غوښتل شوي چې د ديپلوماتیکو ځایونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

له بلې خوا، د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي وايي چې د پاکستان پر سفارت برید وښودله چې طالبان آن د دیپلوماتیکو ځایونو د امنیت د خوندیتوب وس نه لري.

د نړیوالو اړیکو شنوکی سید مهدي افضلي په دې باور دی چې ښایي افغانستان د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي.

هغه وایي: «طالبان د افغانستان د امنیت د مدیریت توان نه لري، دوی آن نه شي کولای د نړۍ د هېوادونو د سفارتونو او دیپلوماتیکو ځایونو امنیت خوندي کړي. موضوع دا ده چې اسلام آباد (له طالبانو د ملاتړ په تړاو) به له سره غور وکړي او په دې به لا باوري شي چې افغانستان به د ترهګرۍ په مرکز بدل شي؛ چې دا د پاکستان د راتلونکي لپاره خطرناکه چاره ده.»

له بلې خوا، د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پاکستان پر سفارت هغې ته له نږدې ودانۍ ډزې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ددې برید موخه ددغه سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظامي و. هغه تېره میاشت کابل ته ولاړ ترڅو په افغانستان کې خپله دنده ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر د امنیت د جدي نقض له امله وربلل شوی دی.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې او د پاکستاني طالبانو تحریک تېره اونۍ له اسلام اباد سره خپل اوربند پای ته ورساوه او ویلي یې دي چې پر پاکستاني پوځیانو خپل بریدونه له سره پيلوي.