افغانستان

افغانستان کې د جمعې لمانځه خطبې د ملا هبت‌الله په نوم وویل شوې

افغانستان کې د جوماتونو یو شمېر امامانو د جمعې لمانځه خطبې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په نوم وویلې. د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي آمو ته وایي، چې د جوماتونو امامانو او خطیبانو د لیندۍ پر یوولسمه د جمعې لمانځه په خطبو کې د ملا هبت‌الله نوم ذکر کړی دی.

په همدې حال کې د جمعې لمانځه په خطبو کې د طالبانو د مشر د نوم اخیستو جبري کېدو په غبرګون، یو شمېر لمونځ‌کوونکو د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته له تلو ډډه وکړه.

وروسته له هغې چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ، چې د جمعې لمانځه په خطبو کې باید د ملا هبت‌الله اخوندزاده نوم یاد شي د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۱ د کابل ښار په ډېری جوماتونو کې د هغه نوم اخیستل شوی دی.

د طالبانو د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي و، چې «امیر او واکمن ته د خیر او پر شریعت یې د ټینګښت او پر دښمنانانو یې د نصرت لپار دعا د جمعې لمانځه له مستحباتو څخه ده.»

د کابل ښار د خیرخانې یو اوسېدونکی حمید وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د جمعې پر ورځ د لمونځ‌کوونکو شمېر د پام وړ کموالی موندلی دی. د حمید په باور، لامل یې د جمعې لمانځه په خطبو کې د ملا هبت‌الله د نوم ذکر دی. هغه آمو ته وویل: «نور د جمعې لمانځه ته نه ځم.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی رامین امین وایي: «وروسته له هغې چې طالبانو اعلان وکړ د جمعې لمانځه په خطبو کې دې د دوی د مشر نوم واخیستل شي، د جمعې لمانځه لپاره جومات ته نه ځم. دوی ډېر خلک شهیدان او له منځه وړي او ډېرې نورې کورنۍ یې بې سرپرسته او یتیمې کړې دي. له همدې امله نور د جمعې لمانځه ته نه ځم.»

په غزني او کندز ولایتونو کې خبریالانو ویلي، چې په دغو ولایتو کې د جوماتونو د امامانو او خطیبانو د جمعې لمانځه خطبې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د مسوولانو له خوا لیکل او ورلېږل کېږي او په دغو خطبو کې د جوماتونو امامانو او خطبیانو ته امر ورکړل شوی چې د جمعې لمانځه په خطبو کې د ملا هبت‌الله نوم ذکر کړی.

د افغانستان په ځینو برخو کې د جمعې لمانځه په خطبو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله نوم په داسې حال کې اخیستل شوی چې هغه ته منسوب یوازې یو انځور، چې له کلونو مخکې دی خپور شوی دی.

په همدې حال کې کابل کې یو دیني عالم ګل محمد خیرخواه آمو ته وویل: «امیرالمومنین هغه چا ته ویل کېږي چې ټول اسلامي هېوادونه او د نړۍ ټول مسلمانان یې تر فرمان لاندې وي او هغې یې له زړه منلی وي، نه داسې څوک چې په یوه کوچني هېواد کې د خپلو کسانو له خوا په جبري توګه تپل شوی وي.»

دغه دیني عالم زیاتوی: «داسې مشر چې تر اوسه د خلکو له حال څخه ناخبره وي او پر جبري توګه پر خلکو منل شوی وي، له شرعي اړخه هېڅ مشروعیت نه لري او په خطبه کې یې نوم اخیستل نه یوازې چې جواز نه لري بلکې د خلفای راشدین ترڅنګ یې نوم راوستل لویه ګناه ده.»

له دې مخکې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اذان او د طالبانو د تبلیغاتو د خپرولو لپاره په کابل ښار کې د ۴۰۰ لاسپیکرو د لګولو خبر ورکړی و.

طالبانو ۲۵ کاله مخکې کله چې د لومړي ځل لپاره پر افغانستان واکمن شوی وو، د جوماتونو امامانو ته یې امر کړ و، چې د جمعې لمانځه په خطبو کې د هغوی د پخواني مشر ملا عمر نوم ذکر کړي.