افغانستان

کاج ښوونیز مرکز بېرته پرانیستل شو

د کابل په لوېدېځ کې «کاج» ښوونیز مرکز چې پر دغه ښوونیز مرکز د وسله والو بریدګرو له مرګوني بریده وروسته یې فعالیت درېدلی و، بېرته فعال شو.

دغه ښوونیز مرکز چې یوه لسیزه یې د ښوونې په برخه کې فعالیت درلود، د روان کال د تلې په اتمه نېټه له ځانمرګي برید سره مخ شو.

کاج ښوونیز مرکز په ۱۳۹۰ کال کې جوړ شو او تر ۱۳۹۷ کال پورې یې د موعود ښوونیز مرکز په نوم فعالیت کاوه چې د ۱۳۹۷ کال په زمري میاشت کې له ځانمرګي برید سره مخ شو او له هغه وخت راهیسې، یې د کاج ښوونیز مرکز په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

د کاج ښوونیز مرکز مسوول مدیر مختارمدبر د آمو له خبریال سره په خبرو کې وایي: «ددغه مرکز پراخ فعالیت او ښې پایلې چې زده کوونکو یې ترلاسه کړې، د دې لامل شوې چې د علم او پوهې دښمنان ونه شي کړای چې ددغه مرکز او خلکو پرمختګونه وویني؛ خو له دغه مرګوني برید وروسته، اوس ددغه ښوونیز مرکز فعالیت بېرته پیل شو.»

مدبر زیاتوي: «په تېره یوه لسیزه کې، هر کال دغه مرکز د کانکور له لسو غوره کسانو کې له دوو تر پنځو تنه لرل چې درې ځله د افغانستان په کچه عمومي اول نمره هم د همدې ښوونیز مرکز زده کوونکی و.»

هغه وايي چې د کاج ښوونیز مرکز لس ټپیان چې د ننه په هېواد کې یې د درملنې امکان نه و، ډېر ژر د خلکو په مرسته د ښې درملنې لپاره پاکستان ولاړ شي.

د کاج په ښوونیز مرکز کې کابو ۴۰۰ تنه مصروف وو چې پر دې مرکز د وسله والو په برید کې له ۵۰ زره زیات کسان مړه او سل نور ټپيان شوي او له دې سره په یو وخت، د کانکور ددغه مرکز زده کوونکي، سږکال له ۲۰۰ زیات بریالي شوي او د دې لویې پېښې له تېرولو وروسته یې ښې پایلې لرلې دي.

د کاج ښوونیز مرکز د یوه ټپي غمجنه کیسه

د دې پېښې یو ټپي مصطفی امیني داسې وايي: «د تلې په اتمه د جمعې په ورځ مو امتحاني آزموینه لرله او په شپږو بجو آزموینه پیل شوه.  زه په ۶:۳۰ ټولګي ته ورسېدم او د آزموینې پارچه  مې واخیسته په یوه څنډه کې کیناستم او د سوالونو په حلولو مې پیل وکړ. د ټولګي په فضا چوپتیا خپره شوې وه چې د سهار په اوو بجو د ډزو غږ واورېدل شو. ټول ووېرېدل؛ خو څوک له خپل ځایه پورته نه شول. وروسته د ډزو غږونه زیات شول او ټول وتښتېدل. د ټولګي په دروازه کې، ځانمرګي بریدګر په وېروونکې څېره، زموږ پر مدیر ډزې وکړې او د آماده ګي ټولګي ته ننوت او پر نجونو یې ډزې پيل کړې چې ددغو نجونو د نارو سورو غږ د کورس فضا ډکه کړه.»

نوموړي زیاته کړه: «د هغې ورځې پېښه مې په ذهن کې ده او پنځه چرې مې وخوړې، داسې پېښه چې هېڅکله یې نه شم هېرولی او په ملا او پښو سخت ټپي شوم؛ خو بیا هم تسلیم نه شوم او په ډېر ټینګار سره وتوانېدم چې رخصت واخلم او په کور کې درسونه تکرار کړم او د کانکور آزموینې لپاره چمتو شوم. ددې پېښې وېروونکې پېښې له تېرولو او رواني فشار سره سره، په دې بریالی شوم چې په کانکور کې ۲۸۰ نمرې واخلم او د کابل پوهنتون د فرانسوي ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شوم.»

هغه وویل چې هېڅ شی د نوموړي د موخو د تعقیبولو خنډ نه شي کېدای.

په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید، زیات غبرګونونه په ځان پسې لرلي او ددې لامل شوي چې د «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ!» هشتګ میلیونونه ځله په خواله رسنیو کې کارول شوی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ددې برید د وژل شویو په ملاتړ او د هغې د عاملینو د غندلو لپاره ډېرې غونډې وشوې.