افغانستان

زابل کې د څښاک پاکو اوبو د شبکې جوړېدل

د کلات ښار په ختیځ لس کیلومترۍ سپينه غبرګه سیمه کې له کلونو راهیسې خلک د څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ وو. دغو اوسېدونکو له لیرې سیمو څخه د څښاک پاکې اوبه راوړلې.

دوی وايي، چې له دې مخکې به یې د ویالو او داسې څاګانو اوبه د څښاک لپاره کارولې چې پاکې به نه وې او له امله به یې له ګڼو ناروغیو سره مخ کېدل.

د سپيني غبرګې اوسېدونکی محمد يونس وايي: «له کلونو راهيسي موږ د څښاک د پاکو اوبو له نشتون سره مخ وو او د ليرې سیمو به مو تروې اوبه راوړې چې هغه اوبه په ښکاره ډول ناپاکه او څښلو وړ وې چې له امله يې زموږ اولادونه په بېلابيلو ناروغيو اخته کېدل.»

د سپيني غبرکې يو بل اوسېدونکي محمد نبي بيا وایي، چې د يونيسف په مرسته ددې شبکې په فعالېدو سره کابو ۴۵۰ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.

محمد نبي زياتوي: «له کومه وخته چې زموږ په سيمه کې ناروغۍ زياتې شوې او موږ يې په مخنيوي کې پاتي راغلو وروسته مو د ناروغيو لامل معلوم کړ او له يونيسف څخه مو وغوښتل چې موږ ته د پاکو اوبو شبکه جوړه کړي.»

محمد نبي وايي، اوس په دغه سیمه کې ۴۵۰ کورنيو د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې او په ماشومانو کې ناروغۍ هم کمې شوې دي.

 له بلې خوا، د سپينې غبرګې د پروژې ساحوي انجينر بیا د سيمي له خلکو غواړي چې د دې شبکې ساتنې ته پام وکړي او د بې ځايه اوبو د له مصرف څخه دې ډډه وکړي.

انجنير عبدالرحمن عارف وايې چې د اوبو ددې شبکې په فعالېدو سره او د دې سيمې ۴۵۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي: «د يونيسف په مالي او ایچ آر ډي اې په تخنيکي همکارۍ دغه پروژه د ۸،۲ ميليونه افغانيو په لګښت رغول شوې چې د سیمې خلکو ته پاکې اوبه برابرې کړي.»

د يادونې وړ ده چې په زابل کې د يونيسف موسسې په مالي مرسته د څښاک اوبو رسولو اتلس پروژې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دې ولایت زرګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.