افغانستان ښځې

په ختیځ کې یو شمېر کورنۍ لا هم په نکاح کې د هلک او نجلۍ خوښه شرم ګڼي

ختیځ کې یو شمېر ځوانان او ټولنیز فعالان وايي، چې اوس هم ځينې کورنۍ په نکاح کې د هلک او نجلۍ خوښه عیب ګڼي او پر وړاندې سخت دريځ نیسي.

د نورستان د مرکز اوسېدونکی، سید ولي کمال د همدې ډول پېښې قرباني دی وایي چې کورنۍ یې ورسره نه مني، چې د ده په خوښه ورته نجلۍ په نکاح کړي.

هغه زیاتوي: «زما په خپل کلي کې یوه نجلۍ خوښه ده، خو زما کورنۍ یې نه مني، اوس هڅه کوم دوی دا نجلۍ راته وکړي خو نه راضي کېږي حیران یم څه وکړم.»

کمال زیاتوي، چې ډېری نور ملګري یې هم شته، چې دا ډول ظلم ورسره شوی او په جبري ډول بل څوک ورته په نکاح شوې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی اسدالله جبارخېل هم مني، چې د دې ولایت په لیرې پرتو سیمو کې دا ستونزه شته او خلک د هلک او نجلۍ په خوښه کوژده کول عیب ګڼي.

دی وایي چې ځينې داسې کورنۍ هم شته، چې که یې لور هلک خوښ کړي، ښايي ووژل شي.

نوموړی زیاتوي: «داسې پېښې مې په ښار او ولسوالیو کې لیدلې، چې حیران یم، په ډېری موردونو کې نجلۍ او هلک سره خوښ دي، خو کورنۍ یې په ظلم سره دوی بیلوي. په داسې حال کې چې اسلام د یو بل د خوښې حق ورکړی.»

هغه وایي اړتیا ده، چې دینې علماء په دې برخه کې خلکو ته مالومات ورکړي او د خلکو د پوهاوي په برخه خپل هڅې وکړي.

ښځینه فعالانې بیا وایي، د هلکانو ترڅنګ ددې ستونزې ډېری قربانیانې نجونې دي، چې لاهم په ځینو کورونو کې دوی د ژوند د ملګري د ټاکلو حق نه لري.

ښځینه فعاله کلثوم وایي: «که نجلۍ د خپلې خوښې یادونه وکړي، ځينې کورنیو کې بیا دا بیخي کفر ګڼل کېږي، هغه نجلۍ آن وهل ټکول کېږي او پيغور ګڼل کېږي.»

یوه نجلۍ چې نه غواړي نوم یې خپور شي له آمو سره په خبرو کې وایي: «نېکمرغه هغه ده چې ترې پوښتنه وشي، دا هلک ستا خوښ دی که نه. موږ خو له وېرې د خاوند د خوښې نوم نه شو اخیستلای، که ړوند وي، که کوڼ وي که ګونګی، چې کورنۍ خوښ کړ بیا موږ مجبورې یو ژوند ورسره وکړو.»

ټولنیزې فعالانې وایي، هره نجلۍ د بد لارۍ ضد ده، خو دا چې دوی د اسلام په چوکاټ کې خپل حق غواړي بیاهم نه ورکول کېږي.

دینې عالمان هم په نکاح کې په ټینګار سره د نجلۍ او هلک خوښه اړینه بولي.

دیني عالم مولوي ضياء محمد وایي، هره هغه نکاح چې دواړه لوري (هلک او نجلۍ) په کې رضایت ونه لري نه صحیح کېږي.

نوموړی زیاتوي: «الله تعالی په قران کریم کې په ځلونو په نکاح کې د هلک او نجلۍ خوښه اړینه بللې، کومې کورنۍ چې د دې خلاف کار کوي ظلم دی او د الله له امر څخه سرغړونه کوي.»

مولوي ضياء محمد وایي، همدا لامل دی، چې کورنۍ د الله اوامر نه مني او کورني تاوتریخوالي ورسره زیاتېږي.

هغه زیاتوي که کورنۍ د قران او سنتو په رڼا کې ورځنۍ چارې ترسره کړي په ټولنیز ژوند کې به له هېڅ ستونزې سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت کې په ننګرهار کې دوه داسې جلا جلا پېښې شوې، چې هلک او نجلۍ په کې د خپل انتخاب له امله قرباني شوې دي.

د مالوماتو له مخې، شاوخوا شل ورځې وړاندې د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یو هلک په دې نوم د نجلۍ کورنۍ وواژه، چې ولې د دوی د کورنۍ پر غړې مئین دی.

تازه د دوشنبې په شپه د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې یوې نجلۍ له دې امله ځانوژنه کړې، چې کورنۍ یې د خوښې خلاف د تره زوی ته ورکوله.

دغو دواړو پېښو په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه له ځان سره لرل او خلکو یې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.