سعودي عربستان د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د هوايي بریدونو په غبرګون کې، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او د سیمې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخه ونیسي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا هېواد د ایران د حاکمیت له نقض سره مخالف دی.
دا دریځ د هغه مخکېني بیان په دوام دی، چې د جون په ۱۳مه خپور شوی و او په هغه کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو لومړنیو بریدونو غندنه شوې وه.
په تازه اعلامیه کې راغلي دي: «د سعودي عربستان پادشاهي د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو پېښو، په ځانګړي ډول د دې هېواد د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د بریدونو په اړه ژوره اندېښنه لري.»
اعلامیه ټینګار کوي چې «باید ټولې هڅې د زغم، د کړکېچ د کمولو او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره وکارول شي» او خبرداری ورکوي چې اوسنی پړاو «ډېر حساس» دی.سعودي عربستان همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي تر څو یو سیاسي حللاره وموندل شي.
په اعلامیه کې راغلي: «سیاسي حللاره کولی شي روان بحران ته د پای ټکی کېږدي او د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یو نوی فصل پیل کړي.»
دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه مطرح شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې د دې هېواد جنګي الوتکو د ایران درې اټومي مرکزونه په نښه کړي دي؛ هغه برید چې واشنګټن دا د ایران له لوري د خبرو اترو له انکار او د کړکېچ د کمولو د نه منلو په وړاندې غبرګون بللی دی.
سعودي عربستان، چې هڅه کوي خپلې اړیکې له تهران او واشنګټن دواړو سره متوازنې وساتي، په وروستیو اونیو کې یې پر دې ټینګار زیات کړی چې باید د سیمې ثبات وساتل شي، په ځانګړي ډول د جګړې د پراخېدو او د انرژۍ نړیوال بازار او ګاونډیو هېوادونو ته د هغې د اغېز په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره.