افغانستان سوداګري

نړيوال بانک کندهار کې خپلي ۲۶ پرمختيائي پروژې درولې دي

د سه شنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولینو په خبري ناسته کې وویل، د ۴۵۰ ميلیونه افغانيو په ارزښت يې ددغه ولایت په مرکز کې د مهمو رغنيزو پروژو کار پیل کړی، چې چارې يې اوس اويا سلنه بشپړې شوې دي.

د کندهار ښاروالۍ مسئولين وایی که څه هم ځيني نړيوال بنسټونه اوس هم د ځينو پروژو په عملي کولو کې ورسره همکار دي، خو د نړيوال بانک په مرسته کندهار کې عملي کېدونکي ۲۶ پروژې، چې ميلونونه ډالر يې لګښت درلود درېدلي دي.

د کندهار ښاروالۍ لپاره د طالبانو سکټوري رییس احمد جاويد مېوند خبريالانو ته وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نړيوال بانک له دوی سره خپلې اړيکي پرې کړې دي.

وایي هڅه کوي د نړيوال بانک نیمګړې پروژې يا خپله يا هم د نورو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ عملي کړي.

هغه زیاتوي: «له بده مرغه، چې نړيوال بانک له تېر يوه کال راهيسي په کندهار کې خپلې ۲۶ رغنيزې پروژې، چې د ګذرونو په کچه وې درولې دي، چې له امله یې زيات خلک وزګار شوي دي. تراوسه نړيوال بانک ددغو پروژو د بيا پيلولو په اړه له زموږ سره هېڅ اړیکه نه ده نيولې، خو هڅه کوو، چې ددغو پروژو د عملي کولو لپاره امکانات پيدا کړو.»

په درېدلو پروژو کې د سړکونو، کانالونو، استنادي دېوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي بيا د ښاري بې نظمۍ او وزګارۍ له زیاتوالي شکایت کوي.

د کندهار ولایت د چوک مدد اوسېدونکی صاحب وایي: «مخکې به دلته زرګونو کسانو روزانه کار کاوه، خو اوس ټول وګار دي او ښار هم دومره چټل شوی، چې حد نه لري.»

که څه هم دا مهال د کندهار ښار په ځينو برخو کې پرمختيایي چارې روانې دي، خو د تېر په څېر د ولسي تړون شان پروژې، چې د سيمو خلک هم پکې ونډه لرله فعالیت نه لري.