نړۍ

په اندونیزیا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۶۸ تنو ته ورسېد

عکس له رویټرز څخه

په اندونیزیا کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې نن سه شنبې اعلان وکړ چې د دغه هېواد په جاوا ټاپو کې د دوشنبې ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۶۸ تنو ته زیات شو.

د دغه بنسټ په وینا، تراوسه ۱۵۱ تنه نور بې درکه دي او لا هم له خاورو نه دي ایستل شوي.

د دې بنسټ رییس سوهاریانتو خبریالانو ته وویل چې په ۵،۶ رېښتري زلزله کې چې د دوشنبې له غرمې وروسته سیانجور ښار ته نږدې وشوه، یو زر او ۸۳ تنه ټپیان شوي دي.

دغه زلزله، واټونو ته د اوسېدونکو د تېښتې او د کلیوالیو سیمو ودانیو د نړېدو لامل شوه. ځینې زیانمن په وینو ککړ او په کنډوالو کې راګیر وو.

اسوشیتد پرس راپور ورکړی چې په سیانجور سیمه کې د یوې ښځې کور د زلزلې پرمهال د نڅا په شان لړزېده.

دغه مېرمن چې نوم یې پارتینم دی وایي: «ما وژړل او سملاسي مې خپل خاوند او بچیان راسره ملګري کړل او کور زموږ له تېښتې وروسته ونړېد.»

چارواکو همداراز رپوټ ورکړی چې په دې پېښه کې له ۳۰۰ زیات کسان ټپيان شوي او لږترلږه ۶۰۰ نور هم لږ ټپیان دي.

اسوشیتد پرس رپوټ ورکړی چې د واټونو او پلونو د زیانمنېدو، د برېښنا د بندېدو او د درنو سمنټي دیوالونو په لیرې کولو کې د مرستې لپاره درنو وسایلو د کمښت له امله د خلکو د ژغورنې پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه زلزله ځپلې سیمه لږترلږه دوه نیم میلیونه نفوس لري او یوه غرنۍ سیمه ده.

دا هېواد د ۲۷۰ میلیونه نفوسو په لرلو سره، د اور شیندنې او په سمندري حوزه کې د توپانونو په کرښه کې د موقعیت له امله د «اور کړۍ» په نوم یادېږي، تل له زلزلې، اور شیندنې او سونامي سره مخ کېږي.