نړۍ ورزش

ولې د بریتانیا د فوټبال ملي لوبډله د ایران د ملي لوبډلې په وړاندې ګونډې ووهي؟

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په دوام، به نن دوشنبې د لړم په دېرشمه د بریتانیا او ایران لوبډلې د B له ډلې په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ولاړې شي.

د قطر په نړیوال جام کې د بریتانیا د ملي لوبډلې سرروزونکی ګري ساوتګیټ، د ایران له ملي لوبډلې سره د لوبې له پیلېدو مخکې ویلي چې د انګلستان لوبډلې غړي به دوشنبې د لړم په دېرشمه په خلیفه لوبغالي کې د ایران د ملي لوبډلې په وړاندې لوبه کې، د اعتراض په توګه ګونډې ووهي.

ساوتګیت زیاته کړې چې باید ګونډې ووهې او دا به یو قدرتمند اقدام وي.

د انګستان ملي لوبډلې ګونډې وهل له توکم پالنې، نابرابرۍ او نژادي توپیر سره د مبارزې لپاره یو ننداریز حرکت دی.

که څه هم د بریتانیا لوبډلې په ځلونو له دغه حرکته د نژاد پالنې په وړاندې ګټه اخیستې؛ خو د ایران حکومت مخالفې رسنۍ او ایرانیان غواړي دا په ایران کې له وروستیو اعتراضونو سره تړاو ورکړي.

که څه هم ساوتګیت د ایران د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «احساس نه کوم د هغه څه په اړه چې په ایران کې تېرېږي، نظر څرګند کړم او ښايي په دې موقعیت کې نه وم چې په اړه يې څه ووایم.»

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي د ایران حکومت پر خلاف اعتراضونو سره د نه همغږۍ او له ابراهیم رییسي سره د دوی د تېرې اونۍ د کتنې له امله نیوکې سره مخ دي او دوی یې د ځپونکو ترڅنګ د اعتراض کوونکو په وړاندې درېدو تورن کړي دي.

له بلې خوا، د ایران د فوټبال ملي لوبډلې مشر احسان حاج صفي له لوبې مخکې په خبري ناسته کې خپلې خبرې د سراسري اعتراضونو په بهیر کې د یوه وژل شوي ماشوم کیان پيرفلک «د رنګین کمان د خدای په نوم» جملې سره سره پيل کړې او د ایران «غمجنو خلکو» ته یې تسلیت ووایه.

ایران په قطر کې د فوټبال په نړیوال جام کې په ګډون سره، د فوتبال په نړیوال جام سیالیو کې خپل شپږم ځل ګډون تجربه کوي؛ خو بریتانیا د قطر په نړیوال جام سیالیو کې شپاړسم ځل ګډون کوي.

په قطر کې خبریالان، په دې هېواد کې د ۲۰۲۲ قوټبال نړیوال جام ځانګړی نړیوال جام بللی دی.

ایران په B ګروپ کې له بریتانیا، امریکا او ولز سره په ګډه کې دی.