افغانستان

بغلان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۱ تنه مړه شول

بغلان ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۱ تنه مړه او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یوه له دغو پېښو د شنبې شپې ناوخته د بغلان د خنجان ولسوالۍ په ملخان سیمه کې وشوه چې ۸ تنه پکې مړه او نږدې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا په دې پېښه کې یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر له سړک څخه وتلې او سیند ته غورځېدلی دی.

په مړو شویو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

په دغه مسافروړونکي موټر کې ۵۵ تنه سپاره وو او له کابل څخه بغلان او کندز ولایتونو ته روان و.

د بغلان د ولایتي روغتون مسوولینو ویلي چې د هغوی خدماتي پرسونل د شپې له خوا ټپیان د درملنې لپاره د دغه ولایت ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

اخوا د دې پېښې یو شمېر ټپیان وایي چې دا مسافروړونکی موټر تېره شپه له کابل څخه کندز او بغلان ولایتونو ته روان و، چې د خنجان ولسوالۍ په تخت سنګ سیمه کې سیند ته غورځېدلی دی.

زرین د دې پېښې یو ټپي چې یوه سترګه یې ډېره ژوبله شوې ده وایي، چې له خپلې مېرمنې سره یو ځای له کابل څخه روان شوی وو. خو له دې پېښې وروسته د خپلې مېرمنې د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د بغلان ولایتي روغتون د مطبوعاتو مسوول عبدالله وایي: «د دغې پېښې ډېری ټپیان رخصت شوي دي او په ولایتي روغتون کې یوازې څلور تنه ټپیان بستر دي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.»

د نوموړي په وینا د دې پېښې ۲۵ تنه ټپیان د درملنې لپاره د خپلو ولایتونو روغتونونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو یو ویاند وایي، چې پېښه د بې‌احتیاطۍ او د مسافروړونکي موټر د تخنیکي ستونزې له امله شوې ده.

د ده په وینا، په بله ترافیکي پېښه کې چې شنبه سهار د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په کیله‌ګي سیمه کې شوې، درې تنه مړه او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نامنظم واټونه، د ترافیکي نښو نشتون، د سرعت د کنټرول میکانیزم نشتوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي تل د کابل ـ بغلان پر لویه لار د زړه‌بوږنونکو ترافیکي پېښو لامل ګرځي.