افغانستان ورزش

د کرېکټ بورډ له خوا د سریلانکا پر وړاندې د سیالیو لپاره د لوبغاړو د نوملړ اعلان

Photo: ACB

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د کرېکټ د نړیوالې شورا د نړیوال جام په سوپرلیګ جام کې د سریلانکا پروړاندې د درېیو یوه ورځنیو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

دغه سیالۍ د نومبر پر ۲۵، ۲۷ او ۳۰ د سریلانکا په پالیکلي کرېکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

د هېواد کرېکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي دغو لوبو ته د لا ښه چمتوالي لپاره، په عربي متحده اماراتو کې پر خپلو تمرینونو بوخت دي او د تمرینونو له پایته رسولو وروسته به د راتلونکې اونۍ پر سه‌شنبې ورځ سریلانکا ته ولاړ شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس په دې اړه وایي: «د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د لار موندنې په موخه دغه لوبې ځانګړی ارزښت لري چې د افغانستان اتلان باید ښه پکې وځلېږي.»

په دغه نوملړ کې حشمت الله شاهدي (لوبډلمشر)، رحمت الله زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ویکټ کیپر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، شهید الله کمال، اکرام علي خېل (ویکټ کیپر)، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نور احمد لکڼوال، فضل‌الحق فاروقي، فرید احمد ملک، یمین احمدزی او ضیاءالرحمن اکبر شامل دي.

ټاکل شوې دغه لوبې ټولې د سریلانکا د کندي په پالیکلي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره په سوپرلیګ کې څلور لوبې کړې دي او له ۱۲ لوبو یې ۱۰ لوبې ګټلې دي او په دې حال سره ۱۰۰ امتیازونه یې ترلاسه کړي چې د ۱۳ لوبډلو په منځ کې یې اووم مقام خپل کړی دی.