افغانستان روغتیا

کندهار کې د رواني ناروغانو د درملنې مرکز جوړ شوی

مسوولين وایي په دغه مرکز کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره پوره امکانات په واک کې لري.

دغه مرکز د کندهار په عینو مېنه کې موقعیت لري او تازه یې فعاليت پيل کړی دی.

د رواني ناروغانو د درملنې دغه مرکز د ۲۰۰ ناروغانو د درملنې وړتیا لري.

دا مرکز د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري تمولېږي.

دلته تر درملنې لاندي کسان وایي، سختو جګړو، بې وزلۍ او اقتصادي ناخوالو ورته رواني ستونزې پېښي کړې دي.

خیال محمد چې تازه دغه مرکز ته د درملنې لپاره راوستل شوی وایي، د زياتې وزګارۍ او بې وزلۍ له امله په رواني ستونزو اخته شوی او وروسته یې نشو ته مخه کړه.

خيال محمد وایي له درملنې وروسته دې دولت ورته د کار زمينه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي: «زه سم وم، کله، مې چي ورور بیا بیا راته ویل، کار وکړه او کار نه پيدا کېده نو رواني حالت مې په خرابېدو شو او بيا مي نشه یې توکو ته مخه کړه. د درملنې دغه مرکز ښه دی، خو زموږ له درملنې وروسته دې د کار زمینه راته برابره شي.»

د دې مرکز یو بل ناروغ امير محمد بيا وايي د نشه يې توکو(چرسو) د کارونې له امله ورته رواني ستونزې پيدا شوې دي.

د افغاني د سرې مياشتې ټولنې لپاره د طالبانو مرستيال نورالدين ترابي وایي چې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره يې په دغه مرکز کې ټولې آسانتياوې برابرې کړې دي.

ترابي زیاتوي، لسګونه کارکوونکي، چې روغتيا پالان هم پکې شامل دي د رواني ناروغانو درملنه کوي.

ترابي وايي: «دلته هر څه له نړيوال معيار سره سم برابر شوي، ډاکتران، درمل، چې د ناروغانو په درملنه کې به ګټور تمام شي.»

په دغه مرکز کې روغ شوي کسان به له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل کېږي.

کندهار کې د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا په داسې حال کې د رواني ناروغانو د درملنې او ساتني مرکز جوړېږي، چې د روغتيا وزارت د رواني روغتيا څانګې د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې له هرو پنځو کسانو يو يې له رواني ناروغيو ځورېږي.