افغانستان

حمید خراساني: ورور مې زنداني دی

د پنجشېر د لوا قوماندان د حمید خراساني د ورور په ګډون پنځه طالبان زنداني کړي دي.

د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو د امنیت مخکیني امر حمید خراساني د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي، چې پنجشېر کې د طالبانو د لوا قوماندان مولوي مسافر د ده ورور چې پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو د قبایلو ریاست د استخباراتو مدیر دی له څلورو نورو طالبانو سره چې د هغه کسان دي، نیولي او زنداني کړي دي.

هغه وایي: «کندهاري او هلمندي طالبان د پنجشېر له ځایي طالبانو سره دوه ګونی چلند لري او شخصي زندان یې جوړ کړی دی.»

خراساني زیاتوي، چې کندهاري او هلمندي طالبانو د پنجشېر تر سلو زیات ځایي طالبان له دندو ګوښه کړي دي.

هغه څرګندوي: «د طالبانو له مسوولینو سره اړیکه نیسو، ځواب نه راکوي او وایی، چې د هغوی خوشي کول زموږ په وس کې نه شته او هر څوک مسوولیت پر یو بل اچوي.»

په همدې حال کې خبرې سرچینې وایي چې حمید خراساني تر اوسه تر ۷۰ زیات پنجشېري ځوانان نیولي او د پنجشېر د رخې ولسوالۍ د چمالورده کلي د هر ځوان د خوشي کولو په بدل کې یې ۵۰۰ زره افغانۍ غوښتې دي.

سرچینې زیاتوي: «حمید خراساني یوازې له چمالوردې ۱۷ ځوانان نیولي دي او د هر ځوان د خوشي کولو په بدل کې یې د هغوی له پلرونو ۵۰۰ زره افغانۍ غوښتې دي.»

خو حمید خراساني دغه ادعاوې رد کړې دي او وایي چې له چا یې پيسې نه دي اخیستې او تر اوسه یې څلور تنه چې د مقاومت جبهې غړي وو له اسنادو سره نیولي دي.

پنجشېر کې د طالبانو ځایي چارواکي په دې اړه څه نه وایي.

دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې حمید خراساني ته اړوند په یو غږیز پیغام کې، نوموړي د پنجشېر لپاره د طالبانو د «ناصر بدري» قطعې له یوه مسوول څخه یوه طالب قوماندان ته شکایت کړی و.

په دغه غږیز پیغام کې د طالبانو یوه قوماندان ترې غوښتي و، چې خپل جنګي توکي ورته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه راپور کې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که چارواکي افغانستان کې د بشري حقونو لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، د بشري حقونو وضعیت به په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لپاره لا خراب او د افغانستان راتلونکی به تیاره شي.

هغه په دوام کې ټینګار وکړ، چې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه له دې جملې خپلسرې نیونې، خپلسري اعدامونه او غیرقانوني محدودیتونه پلي کېږي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د مخنیوي لپاره د طالبانو پروړاندې سخت اقدامونه وکړي.

د ریچارډ بنت په راپور کې همداراز راغلي و، چې ډېری نجونې، ښځې، هنرمندان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، مذهبي لږکي او مخکیني امنیتي ځواکونه له خطر سره مخ دي.