افغانستان

د رسنیو آزادۍ له نړیوال ایتلاف څخه د افغانستان د غړیتوب لغوه کول او پایلې یې

کاناډا او هالنډ، د رسنیو د آزادۍ ایتلاف د ګډو رییسانو په توګه اعلان کړی چې په دغه ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغوه شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، دغې ډلې پر خبریالانو او رسنیو پراخ محدودویته لګولي دي چې دې کار د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو آزادي، امنیت او خوندیتوب له خطر سره مخ کړی دی.

اوس د رسنیو د آزادۍ نړیوال ایتلاف جمعه د لړم په ۲۷مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت له نړیوالې ژمنې سره سمون نه لري او د افغانستان پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو لګول، په جدي اندېښنې بدل شوي دي.

ددغه ایتلاف په خبرپاڼه کې راغلي: «د رسنیو آزادۍ ایتلاف ټول غړي هېوادونه نړیوالو ژمنو ته په درناوي او ژمنتیا ولاړ دي او د غړو له خوا ددې کار نه کولو په صورت کې، مسوول ګڼل کېږي.»

د رسنیو د آزادۍ ایتلاف ګډو رییسانو زیاته کړې چې دا پرېکړه له ټولو غړو سره په مشورې او ددې ایتلاف د ټولو معیارونو له مخې شوې ده.

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې، کله چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان مخکینی حکومت د رسنیو آزادۍ په اړه د نړیوالو ژمنو عملي کولو هوکړه وکړه، د رسنیو آزادۍ له نړیوال ایتلاف سره یو ځای شو.

له بلې خوا، خبریالان وايي چې په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو د جدي محدودیتونو لګول، د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي او خبریالان حق نه لري چې انتقادي او د طالبانو د غوښتنې خلاف راپورونه خپاره کړي.

طاهر سدید چې اوولس کاله د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې د کار تجربه لري، وایي: «طالبان خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې انتقادي خبر یا راپور خپور کړي، طالبانو د یوه انتقادي راپور له خپرولو وروسته غوښتل چې ما ونیسي چې د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوم.»

یو بل افغان خبریال احمد خالد امرخېل هم وايي: «د رسنیو د ازادۍ له ایتلافه د افغانستان د غړیتوب لغوه کول، د افغانستان د رسنیو لپاره لوی زیات دی؛ ځکه دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې له افغان رسنیو ملاتړ کاوه.»

له بلې خوا، د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي وايي چې د دغه ایتلاف له خوا د افغانستان د غړیتوب لغوه کول، د افغان رسنیو لپاره لویه ضایعه ده.

هغه زیاتوي: «نړیوال بنسټونه باید افغانستان شاته نه کړي، او که «اسلامي امارت» او نړیوال بنسټونه د افغانستان له رسنیو ملاتړ ونه کړي، د هېواد رسنۍ به له نورو ناوړه پایلو سره هم مخ شي.»

د رسنیو آزادۍ ایتلاف همداراز په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې به د رسنیو د آزادۍ وضعیت په اړه خپلې دقیقې څارنې ته دوام ورکړي او د رسنیو د نړیوالې ژمنې اصولو ته پر پاملرنې ټینګار کوي.

په یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خلاف ۲۴۵ پېښې

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په هېواد کې د بیان آزادۍ د وضعیت په اړه د بیان آزادۍ د نړیوال ایتلاف اندېښنه پرځای بولي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رپوټ له مخې، د طالبانو «د اسلامي امارت» د واکمنۍ په تېر یوه کال کې (د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې د ۱۴۰۱ کال د زمري تر ۲۴مې پورې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د اګست تر ۱۵مې پورې) د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خلاف لږ ترلږه ۲۴۵ پېښې شوې دي چې په دغو پېښو کې نیونې، فزیکي تاوتریخوالی، ګواښل، ټپي کول او آن د کارکوونکو وژل (دوه تنه) شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د څېړنو له مخې، د امارت په تېر یوه کال کې له تاوتریخوالي او له یوه تر څو ساعتونو او څو میاشتو پورې ګواښلو ۱۳۰ موردونه ثبت شوي دي.

د نیول شویو خبریالانو له جملې په هرات کې د نوروز راډیو د پخواني ویاند خالد قادري نیولو ته اشاره کولای شو چې په خواله رسنیو کې د «اسلامي امارت» په اړه د انتقادي نظر د خپرولو له امله د هرات د محکمې له خوا د یوه کال لپاره بندي شوی او د ۱۴۰۰ کال د کب له ۲۶ راهیسې په بند کې دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د شمېرو له مخې، په څه د پاسه تېر یوه کال کې، د خبریالانو په وړاندې له بشري حقونو څه د پاسه ۲۰۰ موردونه ثبت شوي دي.