افغانستان سوداګري

زعفران؛ د هرات سره طلا

زعفران د هرات ولایت له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دي چې په وروستیو کلونو کې یې تولید او پروسس ته لازیات پام شوی دی. په دې ورخو کې د زعفرانو حاصلاتو راټولولو بهیر روان دی او کروندګر په روان کال کې د دې محصول د زیاتوالي خبر ورکوي.

هر کال د تلې میاشتې په وروستیو کې په هېواد کې د زعفرانو راټولول پیلېږي او د لړم میاشتې تر پايه دوام مومي. د زعفرانو ګلان په دې موده کې هره ورځ ګلان کوي او کارګران سهار وختي له لمر ختو مخکې د محصول د راټولولو لپاره کروندو ته ځي.

په هرات کې کروندګر د ژورو څاګانو په کیندلو او د لمریزو دستګاوو په استفادې خپلو کروندو ته اوبه رسوي او له همدې امله په افغانستان کې د زعفرانو تولید د ایران په پرتله په ښه وضعیت کې دي.

په هېواد کې د زعفرانو کروندو زیاتېدل

په هرات ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال، ددې ولایت له کروندو لس ټنه زعفران ترلاسه شوي وو؛ خو سږ کال دا کچه څه د پاسه شلو ټنو ته رسېږي.

تېر کال په هرات ولایت کې پر اوه زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي وو؛ خو سر کال د زعفرانو کروندې لس زره هکتاره ته رسېږي.

په روان کال کې د زعفرانو بیه لوړه شوې ده. تېر کال یو کیلو زعفران کابو دېرش تر څلوېښت زره افغانۍ پلورل کېدل خو سږ کال  یوه کیلو زعفران کابو سل زره افغانۍ بیه لري.

د زعفرانو د تولید له زیاتوالي د کروندګرو رضایت

د هرات ولایت یو شمېر کروندګر هم وايي چې سږ کال ددغه بوټي حاصلات او بیه د تېرو کلونو په پرتله د قناعت وړ ده.

د هرات ولایت د زعفرانو یو کروندګر فرید احمد کرخي چې پر شل جریبه ځمکه یې زعفران کرلي، وایي: «پنځه کاله کېږي چې د زعفرانو پر کرکېله بوخت یم؛ خو په تېرو دوو یا درېیو کلونو کې، له دې بوټي د پرلپسې وچکالیو له امله ښه حاصل نه دی ترلاسه شوی.»

کرّخي ددې په بیانولو چې د ورځې درې سوه تنه د زعفران د ګلانو په ټولولو بوخت دي، وویل: «د ورځې ۶۰۰ اوه سوه د زعفرانو ګلان راټولولو. په تېرو کلونو کې به مو یو کیلو د زعفرانو ګلان په ۲۵۰ افغانۍ پلوره؛ خو سږ کال یې بیه زر افغانیو ته لوړه شوې ده.»

هرات له هغو ولایتونو څخه دی چې زیات زعفران پکې کرل کېږي او ددې ولایت زیات شمېر اوسېدونکي ددې بوټي پر کرلو او روزنه بوخت دي.

له بلې خوا، د ښځو په ګډون یو شمېر کسان چې په کروندو کې د زعفرانو د ګلانو په ټولولو بوخت دي، دوی ته د کاري زمینو په برابرولو خوښ دي.

دوی وايي، که څه هم دا کار لنډمهاله دی، خو بیا هم تر یوه حده ددوی ستونزې اوارولای شي.

جلیل احمد چې هره ورځ د زعفرانو ګلان ټولوي او په بدل کې یې معاش ترلاسه کوي، وايي: «د زعفرانو ګلان ټولوم او د ورځې درې سوه افغانۍ عاید لرم چې له دې لارې د خپل لس کسیزې کورنۍ اړتیاوې برابروم؛ خو دا پیسې کمې دي زموږ لپاره بسنه نه کوي.»

سید همایون یو بل کارګر دی چې له سهاره تر ماښامه د زعفرانو ګلان ټولوي او وایي: «دا ښه کار دی؛ خو څو ورځې دي او پای ته رسېږي. د افغانستان ټول وګړي کارګران دي موږ له خپل حکومته غواړو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو وکولای شي د ژوندانه اړتیاوې برابرې کړي.»

د زعفرانو کروندګر وایي چې د طالبانو اداره باید دوی ته غوره او آسانه کروندګرۍ زمینې برابرې کړي او له دوی ملاتړ وکړي ترڅو وکولای شي د زعفرانو کروندو په زیاتولو، د بې وزله وګړو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

په اوسني وخت کې په هرات کې یو کیلو پروسس شوي زعفران تر ۱۱۰ زره افغانیو پلورل کېږي؛ په داسې حال کې چې دا بیه په تېرو کلونو کې شل تر ۲۵ زره افغانیو ته رسېده.

د مسوولینو په وینا، د زعفرانو حاصلاتو د زیاتې بازار موندنې لپاره، ټاکل شوې هوايي دهلیز فعال شي او همداراز د پلور بازار د برابرولو په موخه له همکارو موسسو سره خبرې شوې دي او زیات شمېر پانګه وال په افغانستان کې د زعفرانو په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا لري.

زعفران د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبولای شي

د افغانستان زعفران په وروستیو کلونو کې په نړیوالو بازارونو کې غوره مقام ترلاسه کړی او په اوسني وخت کې د هرات زعفران امریکا، هند، چین، متحده عربي اماراتو او څو اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

په هرات کې د زعفرانو د تولید او صادراتو برخې یو فعال سطان محمد قرباني وایي: «زعفران په نړیوالو بازارونو کې لوړ ارزښت لري او د هېواد په اقتصاد کې هم زیاته اغېزله لرلی شي. په اوسني وخت کې د هوايي دهلیز د تړل کېدو او د هغو هېوادونو وېزو ته نه لاسرسی چې د افغاني زعفرانو مشتریان دي، ددې محصول په صادرولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.»

هرات کې د زعفرانو د دودېدو تاریخچه

کابو ۲۷ کاله مخکې کله چې چا زعفران نه پېژندل، د هرات د ختیځې پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اکبر چې وروسته بیا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته د زعفرانو د بابا لقب ورکړ، د دې بوټي پياز هرات ته وارد کړل او په هېواد کې یې د زعفرانو صنعت بنسټ کېښود او په اصل کې د افغانستان کروندګر او سوداګر د دغه کس احسانمند دي.

محمد اکبر چې په هغه وخت کې یې په پټه د زعفرانو پياز له پولې هغې غاړې (د ایران خراسان ولایت) څخه په ایران کې د زعفرانو په کروندو کې د کاري تجربې په لرلو یې په افغانستان کې د زعفرانو کرلو ته مخه کړه.

د افغانستان نوي سلنه زعفران په هرات ولایت کې کرل کېږي او له هغې وروسته بلخ ولایت د زعفرانو په کرکېله کې دوهم ځای لري. ددې محصول په پراختیا سره اوسمهال د هېواد په شلو ولایتونو کې زعفران کرل کېږي.

په اوسني وخت کې، په هرات ولایت کې څه د پاسه اویا شرکتونه او ټولنې د زعفرانو په پېر پلور او پروسس بوخت دي.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې تر ټولو غوره او باکیفیته دي او د څو پرلپسې کلونو لپاره د هېواد دې سرې طلا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

دا ارزښتمن بوټی چې سره طلا ورته وايي، په درېیو اصلي برخو کې کارول کېږي، په خوړو، درملو او صنعتي برخو کې.

زعفران د انسان د بدن لپاره ځانګړې ګټې لري. د تنفسي وضعیت ښه والی، د معدې او هاضمې سیستم رغول، د دردونو لیرې کول، د بې خوبۍ درملنه، د زړه سلامتیا، د وینې سیستم سمون، د شکر ناروغۍ مخنیوی، د بدن د هډوکو پياوړتیا او د بدن د خوندیتوب سیستم ښه کول د انسان په بدن کې د زعفرانو مثبتې اغېزې دي.