افغانستان سوداګري

ننګرهار کې د ګوړې تولید زیات؛ خو پاکستانۍ ګوړې یې بازار خراب کړی

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ کروندګر وایي، سږنی کال یې د ګوړې د تولید له اړخه غني دی او هره ګاڼۍ سږکال د تېر په پرتله دوه برابره تولید لري.

نجیب الله چې په کامې ولسوالۍ کې د ګوړې د تولید کارخونه لري وایي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۸۰ منه ګوړه تولیدوي، چې بازار ته په کتو د عامو خلکو تقاضا پرې پوره کېدای شي.

نوموړی وایي سږ کال تولید ډېر دی، خو پاکستانۍ ګوړې یې بازار خراب کړی دی.

د هغه په خبره که طالبان هېواد کې د بهرنۍ ګوړې په ځانګړي ډول د پاکستانۍ ګوړې واردات بند کړي نو دوی به ډېره ګټه ترلاسه کړي.

هغه وایي پاکستانۍ بې کیفیته ګوړې په بازار کې د دوی د ګوړې مخه ډپ کړې ده.

نجیب الله زیاتوي: «اته دېرش تنه له سره کار کوي، موږ په یوه شپه او ورځ کې په یوه کړایي ۱۸۰  او ۱۵۰ منه ګوړه تولیدوو، که بازار کې د پاکستانۍ ګوړې د وارداتو مخه ونیول شي نو دا به ښه وي، هغه بې کیفیته ده او خلک یې د بیې د کمښت له امله اخلي.»

د کامې په ګاڼیو کې په لسګونه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په کار بوخت دي.

دوی هم له خپله کاره راضي دي او وایي، دا په خپل کور کې ورته تر ټولو ښه مزدوري ده، چې دوی د خپلو کورنیو تولیداتو په برخه کې کار کوي.

سباوون وایي: «خوشحاله یم مخکې وزګار وم اوس ښه ده په خپله ولسوالۍ کې کار کوم او عاید ترلاسه کوم.»

ګل محمد بیا د ګوړې د تولید په کارخونه کې استاد دی وایي، که اوسنی نظام (طالبان) یې لاسنیوی وکړي او د ګوړې د تولید برخه کې پرمختللي وسایل په لاس ورکړي نو د خلکو د غوښتنو ته تناسب به تولید ولري.

هغه زیاتوي: «خوښ یم، د کور ګټه د لاهور ګټه ده، زه استاد یم، مسوولین دې موږ ته وسایل راکړي څو پرمختګ وکړو.»

بل لورته بیا د ننګرهار په کرنې ریاست کې د کرنې آمریت لپاره د طالبانو آمر نعمت الله اکبري وايي په ټول ننګرهار کې د ګوړې شاوخوا ۴۰ ګاڼۍ فعالیت کوي، چې په کامه، سرخرود او ښېوه کې دي.

اکبري وایي له دې توليدي کارخونو په مستقیم ډول ۴۹۰ تنه ګټه اخلي او خلک په کې په کار بوخت دي او په غیر مستقیم ډول ترې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ګټه پورته کوي.

نوموړی به مشخص ډول نه وایي، چې د تېر په پرتله د ګوړې سږنی حاصل څومره زیات شوی، خو په اټکلیز ډول د دغو کارخونو مسوولین زیاتوي، چې د تېر کال په پرتله یې تولید دوه برابره شوی دی.

د مالوماتو له مخې افغانستان ته په لویه کچه ګوړه له پاکستانه واردېږي.

د کرنیزو چارو کارپوهانو وایې، که د ګنیو کرکېله دود او ترې د ګوړې جوړولو تولیدي کارخونې زیاتې شي او طالبان هم په دې برخه کې مرسته وکړي نو له دې لارې به عایدات زیات شي، چې د کورني اقتصاد په پياوړتیا کې د پام وړ مرسته کولاي شي.