افغانستان

په ننګرهار کې یو ماشوم په اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړ

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار انځور

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یو لس کلن ماشوم په اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کس لومړی یو بل ماشوم له اوبو څخه وژغوره، خو په خپله یې ژوند وبایلو.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، چې دا پېښه د نازیانو ولسوالۍ په «لنډي» سیمه کې له اوبو ډک یوه ګودال کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تودوخې په زیاتېدو او د سیندونو د اوبو د کچې په لوړېدو سره، هر کال په هېواد کې ګڼ شمېر کسان، په ځانګړې توګه ماشومان، د لامبو وهلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تر دې وړاندې په پنجشیر ولایت کې هم د یوې اونۍ په ترڅ کې د دوو تنو د ډوبېدو راپورونه ورکړل شوي وو.