د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وزارت وايي، په شمالي سالنګ کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د بهېدو له امله، د سالنګ لویه لاره په موقتي توګه د مسافرو او موټرو پر مخ بنده شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، د تخار-بدخشان لویه لاره هم د «قرهکمر» په سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې سختو سېلابونو ګڼې لارې او سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.
د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي د ملي ادارې سرچینې ښيي، چې د وري له ۶مې نېټې راهیسې په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه شوي او ۳۴۴ تنه نور ژوبل شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، په دغه موده کې له ۱۷ زره او ۳۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي او همدا راز په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم لهمنځه تللي دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ډېر زیانپذیرۍ له امله، تل د ناڅاپي سېلابونو, سختو وچکالیو او د هوا د ناوړه شرایطو شاهد وي.
