د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۳۱ – د ۸ بجو خبرونه

یوناما د طالبانو « د خاوند او مېرمنې د جلا کېدو اصولنامه» د ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو ګام بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اصولنامه سیستماتیک تبعیض په قانون او عمل کې بنسټیز کوي.

یوناما په خپلې خبرپاڼې کې د کوچنیو نجونو پر ودونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه اصولنامه نجونې ډېرې اغېزمنوي.

له بلې خوا، د طالبانو ویاند ویلي چې «د خاوند او مېرمنې د جلا کېدو اصولنامې» پر وړاندې اعتراضونه د طالبانو لپاره اهمیت نه لري او د ماشوم نکاح که د پلار یا نیکه له لوري ترسره شوې وي، سمه ده.