د سرې میاشتې او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون(آی ایف آف سي) په خپل نوي عملیاتي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پرلهپسې زلزلو له امله رامنځته شوی بشري وضعیت لا هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، تېر کال د اګسټ په پای کې ننګرهار او کونړ ولایتونه د ۶ درجې یوې زورورې زلزلې ولړزول، چې وروسته ورپسې څو نورو سختو ټکانونو د خلکو کورونه، کروندې او د اوبو شبکې سختې زیانمنې کړې.
دغه بنسټ وایي، د زلزلو لړۍ د سپټمبر تر وروستیو پورې دوام درلود چې له امله یې په سیمه کې ګڼ شمېر څاروي هم له منځه تللي او خلک یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
IFRC د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي او بیا رغونې لپاره خپله غوښتنه ۳۰ میلیونه سویسي فرانکو ته لوړه کړې ده.
که څه هم تر اوسه د دغې بودیجې شاوخوا ۳۱ سلنه (تر ۷ میلیونه زیات فرانکه) راټول شوي، خو لا هم د کارونو د پرمخ وړلو لپاره لوی مالي تشه موجوده ده.
دا بودیجه به د افغاني سرې میاشتې له لارې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې پر زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو، روغتیایي خدماتو او د سرپناه د بیا رغونې په برخو کې ولګول شي.
