د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) مرستیال کارل اسکائو افغانستان ته له سفر وروسته خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو د بودیجې کمښت، اقتصادي ستونزو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري راستنېدو په هېواد کې بشري ناورین اوج ته رسولی دی.
نوموړي ویلي چې د دغو بحرانونو تر ټولو زیات فشار پر افغان ښځو او ماشومانو دی، تر دې چې نږدې ۵ میلیونه میندې او ماشومان اوسمهال له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د دغه بنسټ په وینا، د مرستو کمښت او د سون توکو د بیو لوړېدل د دوی عملیات له جدي خطر سره مخ کړي دي.
اسکائو په ننګرهار کې د حصار شاهي کمپ او تورخم له لیدنې وروسته وویل، چې ګڼې میندې او ماشومان د خوړو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو مزل کوي، خو د بودیجې د نشتوالي له امله خالي لاس بېرته ګرځي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې په تېر کال کې ۲.۸ میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي چې ډېری یې هیڅ سرپناه او عاید نه لري.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپلو مرستو د دوام لپاره سمدستي ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
