د «نړیوالې ښاري مجمع» دیارلسمه ناسته راتلونکې اوونۍ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان پر وضعیت د ځانګړي تمرکز په موخه جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام(UN-Habitat) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د مسکن (استوګنځي) ننګونې یوه «بېړنۍ» مسله ده او د دغې ناستې یو له اصلي محورونو څخه به وي.
د دغه سازمان په وینا، په دې ناسته کې به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران ګډون وکړي او د دې نړیوالې ستونزې د حل پر لارو چارو به بحث او خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په کور دننه د بېځایه شویو کسانو ترڅنګ، له ۲۰۲۳ کال راهیسې لږ تر لږه ۵ میلیونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې دې چارې په هېواد کې د استوګنې او کورونو ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د نړیوالې ښاري مجمع دولسمه ناسته د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه.
په یاده ناسته کې د نړۍ له ۱۸۲ هېوادونو څخه تر ۳۷ زرو ډېرو کسانو، په شمول د دولتي چارواکو، ښاري پلان جوړونکو او کارپوهانو ګډون کړی و، چې تمرکز یې پر پایداره ښاري پراختیا و.
