افغانستان

طالبان د خلکو د خصوصي ژوند د کنټرول په لټه کې دي

د خلکو پر کورونو د امنیتي کمرو لګولو په اړه د طالبانو د کمپاین له پیلېدو وروسته چې د هېوادوالو له غبرګون سره مخ شول، اوس په بل اقدام کې، په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي چې د کرایي کورونو اوسېدونکي له یوه بل کور ته د لېږد لپاره، د اړوندې حوزې تصدیق پاڼې ته اړتیا لري چې خلک د طالبانو له دې پرېکړې راضي نه ښکاري.

اقتصادي ننګونې او د طالبانو له خوا د فشارونو زیاتوالی

د کابل ښار یوه اوسېدونکې مروه احمدي وایي چې د طالبانو ددې پرېکړې له مخې، هغه د کرایي کور د اوسېدونکې په توګه، د کور پیدا کولو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه چې په دې شرایطو کې د کور موندل ډېر ګران دي.

احمدي وایي: «زموږ یوه بله ستونزه، د کورونو لوړه کرایه ده چې د اقتصادي ستونزو له امله، د کرایې ورکول یې راته ګران کړي دي. سربېره پر دې، که د طالبانو دا حکم چې د معاملو د لارښوونې دفترونو ته یې ورکړی، عملي شي، په دې ژمي کې به د کرایي کورونو ټول اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وحید چې په خپل موټر کې خلک لېږدوي وايي، طالبان پر بې وزله خلکو په فشار راوړلو سره، د ځان او هېوادوالو ترمنځ واټن لازیات کړی دی.

هغه زیاته کړه: «طالبان ددې پر ځای چې د خلکو لپاره د کار او زده کړو زمینه برابره کړي، د هرې ورځې په تېرېدو پر بې وزله خلکو فشارونه زیاتوي.»

اخوا په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ددې موضوع په تاییدولو سره وایي: «دا اقدام  د خلکو د ښه امنیت د خوندیتوب په موخه شوی او خلک باید همکاري وکړي.»

ځدراڼ آمو ته وویل: «دا پرېکړه له ولایتونو د مجرمینو د تېښتې او په کابل کې د پټېدو د مخنیوي په موخه شوې ده.»

هغه څرګنده کړې چې د اړوندو حوزو له لارې، د معاملو د لارښوونو دفترونو ته د «نقل مکان» په نوم پاڼې وېشل شوې او هغه کوم کس چې وغواړي تازه کور په کرایه ونیسي، له هغې سیمې چې پکې و د اړونندې حوزې تصدیق شوې پاڼې باید له ځان سره ولري چې دغه کس له دې وړاندې په دې سیمه کې هېڅ جرم نه دی کړی. ددې پاڼې اصلي د معاملو د لارښوونې له دفتر سره او کاپي یې له اړوندې حوزې سره ساتل کېږي چې دا کار د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره دی.

د طالبانو پرېکړې، د وګړو پر حقونو تېری دی

له بلې خوا، د پوځي چارو کارپوهان افغانستان د خلکو لپاره سرلوڅی زندان بولي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وایي: «د خلکو پر کورونو د امنیتي کمرو لګول، د کرایي کورونو اوسېدونکو لپاره د تصدیق پاڼو وېش او نورې پرېکړې چې د طالبانو له خوا کېږي، په واقعیت کې د وګړو پر حقونو تېری دی.»

هغه زیاته کړې چې طالبان غواړي افغانستان په لوی زندان بدل کړې، په داسې ډول چې خلک په کورونو، کوڅو، بازار او آن د کار په ځای کې د خوندیتوب احساس ونه کړي او طالبان د خلکو ننداره وکړي.

طالبانو امنیتي دیکتاتوري رامنځته کړې

د سیاسي چارو کارپوه صفت الله صافي هم وایي: «طالبان له څه د پاسه یوه کال راهیسې، د امنیت په ټینګښت کې بریالي نه وو او موږ په هېواد کې د مرګونو بریدونو شاهدان وو، داعش او نورو ډلو طالبان له جدي ننګونو سره مخ کړي دی.»

دغه کارپوه زیاتوي چې د ناامنۍ ترڅنګ، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ننګونې او همداراز له نړۍ سره ددې ډلې د اړیکو نه روښانه کېدل، د طالبانو لپاره لویه ننګونه شوې ده.

صافي ټینګار وکړ: «په هېواد کې وروستیو بریدونو او ګواښونو طالبانو دې ته اړ کړل چې امنیتي دیکتاتوري رامنځته کړي. له اوسني وضعیت څخه وېره، پر خلکو نه باور او برعکس سیاسي او امنیتي ناخوالو طالبان دې ته اړ کړي چې دا ډول اقدامات وکړي.»

دا په داسې حال کې دي چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو پر خلکو ناڅاپي محدودیتونه عملي کوي؛ همداراز هغه محدودیتونه چې دوی د ښځو او د هغوی د ګرځېدو په وړاندې یې لګولي، یا پر سلمانیو، د معاملو د لارښونو پر دفترونو محدودیتونه او له هټیو د مالیې اخیستل.