په افغانستان کې د جاپان سفارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ښوونې، کلتور، سپورت، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت «مکسټ» د ۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره افغان محصلینو ته د «څېړنیزو محصلینو» (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه د بشپړ تمویل شویو بورسونو لړۍ پیل کړې ده.
د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه بورسونه په بشپړ ډول وړیا دي او ټول لګښت یې د جاپان حکومت پر غاړه اخلي.
په اعلامیه کې زیاته شوې هغه محصلین چې په شرایطو برابر وي، کولای شي د روان ۲۰۲۶ کال د مې تر ۲۵مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه او اړوند اسناد په الکترونیکي بڼه د جاپان سفارت ځانګړې برېښنالیک ته واستوي.
سفارت وايي د لومړني پړاو تر تېرولو وروسته، تحریري ازموینه به د جون په ۱۸مه په کابل کې واخیستل شي او بریالي کسان به په جولای میاشت کې مرکې ته وبلل شي.
د جاپان سفارت ټینګار کړی چې د محصلینو ټاکنه په رڼه توګه، یوازې د اسنادو د کیفیت او ازموینو د پایلو پر بنسټ ترسره کېږي او هیڅ ډول قومي، ژبني یا مذهبي تبعیض ته پکې ځای نشته.
د یادولو وړ ده چې په کابل کې د آغا خان بنسټ یوازې د غوښتنلیکونو په راټولولو او د ازموینې په تنظیم کې تخنیکي مرسته کوي، خو د محصلینو په انتخاب کې هیڅ رول نه لري.
سفارت له کاندیدانو غوښتي چې له درغلیو او جعلي ادرسونو ځان وساتي، ځکه دا پروسه هیڅ ډول فیس یا لګښت نه لري.
