د پاکستان د دفاع وزیر د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ روانه شخړه، د افغانستان له لارې د پاکستان پر ضد د هند نیابتي جګړه بولي.
خواجه آصف ادعا کوي، چې د افغانستان وګړي د «هندوتوا» افراطي مفکورې لپاره کار کوي او د پاکستان په لوېدیځه پوله کې د دې مفکورې د استازو او نیابتي ځواکونو په توګه ګډوډي رامنځته کوي.
د هغه په خبره، که اسلاماباد له طالبانو سره د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي او د طالبانو له خوا له ترهګرۍ ملاتړ بند شي، پاکستان به وکولای شي له هند سره مقابله وکړي.
خو طالبانو او نوي ډهلي، د دغه تازه ادعا په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
