افغانستان

په هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۲تنه مړه او ۵۱ نور ټپیان شول

انځور- په هرات کې د ترافیکي پیښې

هرات کې د طالبانوامنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

هرات د طالبانو د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې د دوو تنو د مړینې ترڅنګ ۵۱ نور مسافر ټپیان شوي چې د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو په مرسته د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

مسوولانو د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي زیات سرعت او د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول یا بې‌احتیاطي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې ډېری وخت یې لامل د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې‌غوري ښودل کېږي.