د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه

د پنجشېر ځایي سرچینې آمو ته وایي، چې د دې ولایت یو شمېر سیمې نن سهار د سختو پوځي نښتو شاهد و.

سرچینو آمو ته منلې ده، چې دغه نښتې د پریان ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې پیل شوې وې او د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.

د نښتو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي او طالبانو د دوی مخالفو پوځي جبهو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینو زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.