افغانستان

ننګرهار کې د یوه کور د چت نړېدو له امله یوه ښځه مړه او لور یې ټپي شوه

انځور- ارشیف څخه

د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په «ګندمک» سیمه کې د یوه کور د چت نړېدو له امله یوه ښځه مړه او لوریې ټپي ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وایي، دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د شېرزادو ولسوالۍ د امان خېلو په کلي کې د «مسافر خان» په نوم د یوه تن په کور کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د مسافر خان مېرمن مړه شوې او یوه لور یې ټپي ده، چې دا مهال تر درملنې لاندې ده.

په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې تر دې وړاندې هم د ورته پېښو لامل د کورونو زوړوالی او وروستي ورښتونه ښودل شوي، چې ډېری وخت په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.