نړۍ

ترکیه کُردي جنګیالي د استانبول د چاودنې عاملین بولي

Photo: Reuters

د ترکیې حکومت نن دوشنبې کُردي جنګیالي د هغې چاودنې مسوول بولي چې له امله یې شپږ تنه ووژل شول او څه د پاسه اتیا نور ټپیان شول. د ترکیې حکومت وايي چې ددغه هېواد پولیسو د هغه کس په ګډون چې بم یې اېښی و ۲۲ شکمن کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي: «د سوریې په شمالي ښار کوباني کې پر استقلال واټ د برید حکم صادر شوی دی، دا هغه ځای دی چې ترکي ځواکونو په وروستیو کلونو کې د سوریې د کُردي جنګیالیو خلاف عملیات ترسره کړي دي.»

سویلو زیاته کړه چې بم اېښودونکی د سوریې په شمال کې له عفرین سیمې تېر شوی دی.

شپږ ترکي وګړي چې د درېیو کورنیو غړي وو په دې برید کې ووژل شول. تراوسه هېڅ کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

ټلویزیوني رپوټونو د هغه کس انځورونه خپاره کړي چې داسې ښکاري یوه مېرمن وي، په داسې حال کې چې د استقلال د تاریخي واټ چې د خلکو او سیلانیانو له ګڼې ګوڼې ډک ځای دی تر ګلدان لاندې یوه بسته یې ځای پر ځای کړې ده.

د یکشنبې ورځې له برید وروسته، ۵۰ تنه له روغتونه رخصت شوي دي. دې پېښې د خلکو اندېښنې راپارولې او ښايي ترکیه د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کلونو پورې بریدونو په شان بمي چاودنو او بریدونو سره مخ شي.

استانبول له دې وړاندې هم د کُردي، اسلام پالو او کیڼ پالو جنګیالیو د برید هدف و. د کردستان د کارګر ګوند (پ ک ک) یوې څانګې د ۲۰۱۶ کال په دسمبر میاشت کې د استانبول د فوټبال له لوبغالي بهر دوو بمي چاودنو مسوولیت منلی و چې له امله یې ۳۸ تنه مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شول. د استانبول د والي دفتر اعلان وکړ چې د یکشنبې ورځې د برید له هغو پینځو ټپیانو چې د جدي څارنې په برخه کې بستر دي د دوو تنو وضعیت نازک دی. دوی په هغو ۳۱ ټپیانو کې وو چې لا هم په روغتون کې بستر دي.