د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۱۴ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د مالیې وزارت په ګډون، په څو دولتي ادارو کې سرچینې آمو ته وايي، سره له دې چې نن د غویي ۱۴مه ده، خو تر اوسه د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې معاش نه دی ورکړل شوی.

سرچینې وايي د دې لامل، د دوی په باور، د طالبانو د مشر له لوري د بودیجې د تصویب ځنډ دی.

سرچینې ټینګار کوي چې تازه د ۱۴۰۵ لمریز کال بودیجه د طالبانو د مشر له لوري تصویب شوې او تمه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دولتي کارکوونکو معاش ورکړل شي.

خو اقتصادي کارپوهان د هېواد د عوایدو او بودیجې د شفافیت او د نظارتي جوړښت د نشتوالي په اړه اندېښمن دي.