افغانستان

د بدخشان د فیض آباد اوسېدونکي د برېښنا له ناوړه وضعیته شکایت کوي

د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار اوسېدونکي وايي چې له یوې اونۍ راهیسې د برېښنا له نشتوالي سره مخ دي.

د دوی په وینا، د بدخشان انرژۍ خصوصي شرکت چې د برېښنا د تولید او دغه ولایت ته د شوربک برېښنا د رسولو مسوولیت لري، د بدخشان د مرکز ټولو اوسېدونکو ته د برېښنا د رسولو وس نه لري.

د فیض آباد اوسېدونکي د شورابک بند د اوبو له برېښنا ګټه پورته کوي.

د مخکیني حکومت مسوولینو په یوه تړون کې د برېښنا ددې فابرېکې مسوولیت د بدخشان انرژۍ خصوصي شرکت ته سپارلی و چې د آغاخان بنسټ اړوند دی.

د بدخشان د فیض آباد اوسېدونکي وایي چې دوي له ډېرو کلونو راهیسې معیاري ۲۴ ساعته برېښنا نه لري.

دوی زیاتوي چې د کورونو د روښانه کولو لپاره له ډیزلي برېښنا هغه هم د شپې له خوا د شپږو ساعتونو لپاره یو کیلو واټ په ۲۸ افغانۍ استفاده کوي.

ویل کېږي چې دغه کار له اقتصادي پلوه د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره لویه ستونزه رامنځته کړې ده.

د شورابک د برېښنا بند د جرمني له خوا د ۵۱ میلیون ډالرو په لګښت د ۸/۷ کیلوواټه ظرفیت سره پر کوکچې سیند جوړ شوی دی.

د برېښنا دا کارخونه په پینځو کلونو کې جوړه شوه او بالاخره یې تېر کال کار بشپړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.

د برېښنا ستونزه مالومه نه ده

اوس د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې قراردادي شرکت د دې ولایت اوسېدونکو ته د برېښنا د وېش وس نه لري.

د فیض آباد یو اوسېدونکی حبیب رحیمي وایي: «په دې شپو ورځو کې ښکاره ده چې سمه برېښنا نه لرو، البته د مني په رارسېدو سره د شورابک برېښنا ستونزې پيلېږي. په تېره بیا په همدې تېره یوه اونۍ کې، موږ هېڅ برېښنا نه لرله. خلک د هر وخت په پرتله د یخنۍ په موسم کې برېښنا ته اړتیا لري؛ خو برعکس په ژمي کې له برېښنا بې برخې یو.»

نوموړي زیاته کړه: «یوه ورځ برېښنا شته دوې ورځې نشته او د برېښنا نشتوالی به پر اوسېدونکي منفي اغېز ولري. د بېلګې په توګه محصلین د آزموینو په دې شپو ورځو کې، د بل هر وخت په پرتله برېښنا ته اړتیا لري ترڅو په رڼا کې په آرام ذهن او فکر درس ووایي.»

د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار د اوسېدونکو اندېښنه په داسې حال کې زیاته شوې چې له یوې اونۍ راهیسې په دې ښار کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د فیض آباد ښار یو بل اوسېدونکی عبدالخبیر کریمي وایي: «څو ورځې کېږي چې موږ کافي برېښنا نه لرو. د ورځې په بهیر یا نیمه شپه برېښنا راځي؛ یعنې کله چې موږ اړتیا نه ورته لرو. په دې ورځو کې د برېښنا نشتوالي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو. موږ له مسوولینو غواړو چې دغې ستونزې ته پام وکړي.»

د ویلو ده چې د شورابک د برېښنا بند د فیض آباد ښار د ۱۱ زره کورنیو لپاره برېښنا رسوي او له یوه کال راهیسې د بدخشان انرژۍ خصوصي شرکت د فیض آباد ښار اوسېدونکو ته برېښنا رسوي.

له بلې خوا، د بدخشان انرژۍ مسوولین وايي: «په تېره یوه اونۍ کې، د ترګني په سیمه کې د عمومي مزي د ویجاړېدو له امله، شبکې تخنیکي ستونزه پيدا کړې او پرچاوي نامنظمه شوې وه؛ خو ددغو پرچاویو اصلي لامل د خلکو له خوا د برېښنا ډېر کارول دي چې د پخوا په پرتله یې دوه برابره مصرفوي او پرچاوی لامل کېږي له همدې امله ټول ښار ته برېښنا نه رسېږي.»

د بدخشان مرکز فیض آباد ښار څه د پاسه سل زره نفوس لري. بدخشان ولایت په ټول کې ۴۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او شورابک بند د برېښنا له پلوه ددې ولایت د اوسېدونکو ستونزه نه شي اوارولای.