د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) یوه لوړپوړي چارواکي تایید کړه چې د ایران پر وړاندې د دغه هېواد روانه جګړه تر اوسه ۲۵ میلیارده ډالره تمامه شوې ده. دا لومړی ځل دی چې واشنګټن د دغې خونړۍ او ګران بیه جګړې رسمي مالي اټکل رسنیز کوي.
د پنټاګون سرپرست محاسب، جولز هرسټ، د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د دې لګښت لویه برخه یوازې پر مهماتو او پوځي وسلو مصرف شوې ده.
هغه که څه هم د زیربناوو د بیا رغونې لګښتونه روښانه نه کړل، خو ویې ویل چې د جګړې مالي بار خورا دروند دی.
د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هیګسټ، له دې لګښتونو ننګه وکړه او ویې ویل چې د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره دا بیه باید ورکړل شي.
هغه پر دیموکراتانو توندې نیوکې وکړې او هغوی یې په ماتې غوښتونکي چلند تورن کړل، ځکه د هغه په وینا، دا جګړه د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي ده.
دغه مالي اټکل په داسې حال کې اعلانېږي چې د امریکا منځمهاله ټاکنو ته یوازې شپږ میاشتې پاتې دي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند په عامه افکارو کې له سختو ننګونو سره مخ دی. دیموکراتانو د تېلو او لومړنیو توکو د بیو لوړېدل له دغې «ناخوښې جګړې» سره تړلي بولي.
د تېلو او ګازو د صادراتو په لاره کې خنډونه او د هرمز تنګي شاوخوا ناامنۍ د دې لامل شوې چې په امریکا کې د تېلو بیې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
دې چارې د ټرمپ پر محبوبیت منفي اغېزه کړې او اوسمهال یوازې ۳۴ سلنه امریکایان د دغې جګړې ملاتړ کوي.
له بلې خوا، امریکایي ځواکونه لا هم په منځني ختیځ کې په لوړو احضاراتو کې دي او درې الوتکې لېږدونکې بېړۍ یې په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي، چې دې مسلې د امریکایي رایې ورکوونکو اندېښنې نورې هم پارولې دي.
