د طالبانو یو شمېر چارواکو نن دوشنبه په جوزجان ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې په یاده سیمه کې د «یتیمتاق» سمنټو د تولید د کارخانې د جوړېدو چارې پیل کړې. د دې پروژې لګښت ۱۶۰ میلیونه امریکايي ډالره ښودل شوی او چارې به یې د ترکي شرکت «۷۷» لخوا پرمخ وړل کېږي.
د دغې پروژې قرارداد له ترکي شرکت سره د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې لاسلیک شوی و.
د یادې کارخانې د تولید ظرفیت په ورځ کې ۳۰۰۰ ټنه سمنټ ښودل شوی دی. طالب چارواکو تر اوسه د دې پروژې د بشپړېدو د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي.
د لاسلیک شوي قرارداد پر بنسټ، دغه ترکي شرکت به د ۳۰ کلونو لپاره د دې پروژې مالکیت ولري.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د «رسمي اقتصاد په چوکاټ کې» له طالبانو سره تعامل وکړي. نوموړي وویل چې نړۍ باید په هېواد کې له «بېساري امنیتي او سیاسي ثبات» څخه ګټه پورته کړي.
برادر زیاته کړه: «د سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، د حذف سیاست پر مخ وړل او د بندیزونو غځول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او اقتصاد درد نه دوا کوي؛ بلکې ګواښونه رامنځته کوي او د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو رول کموي.»
د جوزجان د یتیمتاق د سمنټو کارخانه د افغانستان په شمال کې د صنعتي پروژو له ډلې تر ټولو مهمه پروژه ګڼل کېږي.
دغه کارخانه په هغه سیمه کې موقعیت لري چې د سمنټو د تولید لپاره اړین خام مواد په کې په پراخه کچه شته.
افغانستان په کال کې شاوخوا ۶ تر ۷ میلیونه ټنه سمنټو ته اړتیا لري چې لویه برخه یې په ساختماني، بیارغونې او زیربنايي پروژو کې مصرفېږي.
په داسې حال کې چې د هېواد دننه تولید یوازې ۱ تر ۲ میلیونه ټنه اټکل شوی دی. د غوري، جبلالسراج او هرات په څېر لویې کارخانې هم د تجهیزاتو د زړښت، د برېښنا د کمښت او پانګونې د محدودیتونو له امله په خپل بشپړ ظرفیت سره فعالیت نه کوي.
د یادولو وړ ده چې افغانستان لا هم پر وارداتو تکیه دی او خپل د اړتیا وړ ۷۰ تر ۸۰ سلنه سمنټ له ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه واردوي.
