د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، څو شېبې وړاندې د کابل ښار او بدخشان ولایت په ګډون د هېواد یو شمېر برخې د یوې زلزلې له امله ولړزېدې.
د متحده ایالاتو د ځمکپوهنې ادارې اعلان کړی چې د دې زلزلې شدت ۵.۱ ریشتره و او مرکز یې د تاجیکستان د «خاروغ» ښار ثبت شوی دی.
د سرچینې په وینا، یاده زلزله د ځمکې په ۱۰۵ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
تراوسه د دې پېښې له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو ځايي چارواکو تر دې دمه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
