متحده ایالتونه

ټرمپ د خبریالانو په مېلمستیا کې بریدګر «ډېر ناروغه کس» وباله

انخور، د سپینې ماڼۍ هغه مراسم چې ډزې پکې وشوې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، هغه کس چې د شنبې په شپه په یوه رسمي مېلمستیا کې د اداري چارواکو د په نښه کولو تور پرې لګول شوی، یو «ډېر ناروغه کس» و چې کورنۍ یې د هغه په اړه قانون پلي کونکو ادارو ته خبر ورکړی و.

ټرمپ په ټلویزیوني مرکو کې وویل چې دغه بریدګر، چې چارواکو یې نوم ۳۱ کلن «کول ټامس الن» د کالیفورنیا د تورانس اوسېدونکی ښودلی، داسې منشور خپور کړی چې ټرمپ یې « مسیحي ضد » بولي.

ټرمپ د سي‌بي‌اېس له « ۶۰ دقیقې» خپرونې سره په خبرو کې وویل: «هغه لومړی یو مسیحي مؤمن و، بیا په ضد مسیحي بدل شو، او په هغه کې ډېر بدلون راغلی و. هغه احتمالاً یو ډېر ناروغه کس و.»

په دغه منشور کې الن خپل ځان «دوستانه فدرالي قاتل» بللی او ویلي یې دي چې د ټرمپ د ادارې د چارواکو د په نښه کولو پلان یې درلود.

یو قانون پلي کونکي چارواکي رویټرز ته ویلي، الن دغه چارواکي له لوړپوړو څخه تر ټیټ‌پوړو پورې په نښه کړي وو، خو د اف‌بي‌اي (FBI) مشر «کاش پټیل» یې له دې لیست څخه ایستلی و.

الن د مسیحي الهیاتو په حواله ویلي چې هغه غوښتل د هغو کسانو ساتنه وکړي چې د حکومت د تګلارو له امله زیانمن شوي دي.

په منشور کې راغلي: «کله چې څوک تر ظلم لاندې وي، بل مخ ور اړول مسیحي چلند نه دی؛ دا د ظالم په جرمونو کې شریکېدل دي.»

دغه منشور چې د برید څخه لږ وړاندې د الن کورنۍ ته لېږل شوی و، د واشنګټن په هیلټن هوټل کې د امنیتي تدابیرو د «لیونتوب» په کچه کمزورتیا تمسخر کړې وه. الن په پېښه کې ونیول شو.

په منشور کې لیکل شوي: «یوازینۍ خبره چې هوټل ته په ننوتو مې ولیده، د هغوی تکبر و. زه له څو وسلو سره ننوځم او هېڅوک دا احتمال نه ګڼي چې زه ګواښ کېدلی شم.»

دغې پېښې د لوړپوړو امریکايي چارواکو د امنیت په اړه نوي سوالونه راپورته کړي دي. ټرمپ له دې موقع په استفادې د سپینې ماڼۍ د هغه بالروم (تالار) تبلیغ وکړ چې د جوړېدو په حال کې دی او هغه یې د داسې غونډو لپاره تر ټولو خوندي ځای وباله.

ټرمپ په «ټروټ سوشیل» کې لیکلي: «دا پېښه په سپینه ماڼۍ کې د هغې پوځي لوړ محرم بالروم کې هېڅکله نه پېښېدله چې اوس تر کار لاندې ده.»

د امریکا سرپرست لوی څارنوال «ټوډ بلانچ» په ګڼو ټلویزیوني خپرونو کې وویل چې بریدګر د امتراک ه اورګاډي کې له لاس انجلس څخه شیکاګو او له هغه ځایه واشنګټن ته تللی و او د جمعې په ورځ یې په هیلټن هوټل کې ځای نیولی و.

چارواکي وايي، بریدګر په هیلټن هوټل کې د امنیتي پوستې پر یو سرتېري د ښکار له ټوپک (Shotgun) ډزې وکړې، چې وروسته تر ګرفتارۍ لاندې راغی. ټرمپ، مېلینا ټرمپ، مرستیال ولسمشر جې‌ډي وانس او د کابینې غړي له هوټل څخه وایستل شول. ټرمپ وویل، هغه سرتېری چې ډزې پرې شوې وې، د مرمۍ د ضد واسکټ له امله له جدي ژوبلې روغ رمټ پاتې شو.