د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری غویی ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د ښځو او د بشري حقونو یو شمېر فعالینو په افغانستان کې د «جنسیتي آپارټایډ» د رسمیت پېژندلو لپاره د «نګاه» په نامه یوه نوې شبکه پرانیستله.

دغو فعالینو چې د «نګاه شبکې» د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون درلود، پر دې ټینګار کړی، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د «جنسیتي آپارټایډ» د مفهوم رسمي کېدو ته جدي اړتیا ده.

د «نګاه» شبکه په کاناډا کې پرانیستل شوه او ګډونوالو یې ویلي، چې د افغانستان د ښځو وضعیت دوامداره څار ته اړتیا لري.

بل لور ته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د واکمنو حساب ورکوونکي ګرځول، د بشري حقونو له ملاتړ پرته ممکنه نه ده.