په انقره کې د «سیاسي تحول او سیمهییز نظم» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني کنفرانس کې، کارپوهانو او سیاستوالو د افغانستان بهرني سیاست کې د بنسټیز بدلون غوښتنه وکړه.
د دې غونډې یو مهم محور دا و چې افغانستان باید نور یوازې د یوې «امنیتي قضیې» په سترګه ونه کتل شي، بلکې باید د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو په نوي نظم کې د یوه «سیاسي لوبغاړي» په توګه خپل ځایګی تثبیت کړي.
د کنفرانس ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان سیاسي انزوا د سیمهییزو اتصالونو او د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په لاره کې لوی خنډ دی.
پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ د دې بحث په جریان کې وویل چې افغانستان د لویدیځې، مرکزي او جنوبي اسیا په تقاطع کې پروت دی او د یوې داسې سیمې په توګه چې کولای شي هم د ثبات لپاره د اتصال نقطه او هم د بېثباتۍ مرکز وي.
نومړې زیاته کړه باید د دې هېواد مسله په پراخه سیمه ییزه کچه د یوې محوري اجنډا په توګه مطرح شي.
په ورته وخت کې د کنفرانس په نورو پینلونو کې د افغانستان د داخلي حکمرانۍ پر نیمګړتیاوو هم ژورې خبرې وشوې.
یو شمېر ویناوالو د واک انحصار او د سیاسي ګډون محدودیتونه د هېواد د پرمختګ او مشروعیت لپاره جدي ننګونې وبللې.
د «لاجورد لاره» څېړنیز مرکز بنسټګرې عالیې یلماز د دې کنفرانس په پای کې وویل، چې د دوی هدف د سیاسي کړیو، مدني ټولنې او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د داسې خبرو اترو لپاره د بستر جوړول دي چې د افغانستان لپاره د نوې تګلارې په جوړولو کې مرسته وکړي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د چین، روسیې، ترکیې او د خلیج هېوادونو سره د تعامل، اقتصادي دیپلوماسۍ او د ګډو ګټو پر سر د موازنو په بیا تعریف بحثونه وشول، ترڅو افغانستان له حاشیهنشینۍ څخه د نړیوال سیاسي فعالیت پړاو ته انتقال شي.
