افغانستان

په ترکیه کې د افغانستان د جیوپولیټیک وضعیت د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه

د «لاجورد لاره» څېړنیز او پالیسي مرکز د جمعې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د «سیاسي تحول او سیمه‌ییز نظم: افغانستان د بدلېدونکي جیوپولیټیک په هنداره کې» تر سرلیک لاندې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه چې د سیاستوالو، مدني فعالانو، اکاډمیکو څېرو او افغان متخصصینو په ګډون ترسره شوه، موخه یې د افغانستان د سیاسي وضعیت د ژورې ارزونې ترڅنګ د سیمه‌ییزو او نړیوالو جوړښتونو په چوکاټ کې د دغه هېواد د رول بیا تعریفول وو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان پر تاریخي موقعیت او په اوسني جیوپولیټیک وضعیت کې د هغه پر حساسیت بحثونه وشول.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان د اوسنۍ وضعې په اړه په انتقادي ډول خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید نور یوازې د یوې امنیتي مسلې په توګه ونه کتل شي.

ګډونوالو دغه راز وویل دا هیواد باید د یو داسې فعال سیاسي لوبغاړي په توګه وارزول شي چې د مشروعیت او نړیوال تعامل په پیچلو ننګونو کې د یوې لارې د موندلو په حال کې دی.

د دوه ورځني کنفرانس په جریان کې څلور بېلابېل پینلونه جوړ شول چې په کې د سیمه‌ییزو قدرتونو لکه چین، روسیه، ترکیه او د خلیج هېوادونو ترمنځ د رقابتونو او همکاريو پر اغیزو، د افغانستان پر اقتصادي دیپلوماسۍ، او د حکمرانۍ پر داخلي ننګونو هر اړخیزې څېړنې وړاندې شوې.

د غونډې برخوالو د بحثونو ترڅنګ د افغانستان د انزوا د ماتولو، د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت او د نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل لپاره پر عملي تګلارو ټینګار وکړ.