افغانستان

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله ۴ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شول

انځور ارشیف څخه

په غزني ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د غزني لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغو پېښو د پخلي ترڅنګ ویلي چې لومړۍ پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، دغه پېښه د یو باروړونکي او دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د غزني امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې دویمه پېښه د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته د مسوولینو د نه پاملرنې په غبرګون کې وايي، ترافیکي پېښې د نورو پېښو ترڅنګ په هېواد کې له مرګونو پېښو څخه شمېرل کېږي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د احصایې له مخې، یوازې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې پکې ۱۳۶ کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار مخکې ویلي وو چې په یادو پېښو کې ۱۷۵ کسان ټپیان شوي هم دي.