افغانستان

ملګري ملتونه: د نورستان شمال ته د مرستو د لېږلو ملاتړ کوو

سټېفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک وايي چې بشري ادارو د نورستان ولایت کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو ته د مرستو د لېږلو عملیات پیل کړي او دا سازمان یې ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، د نورستان یادې سیمې تر دې وړاندې د لاسرسي وړ نه وې او اوس د سره صلیب نړیوالې کمیټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ دغو سیمو ته مرستې لېږدول کېږي.

دوجاریک په تازه خبري ناسته کې وویل: «زموږ بشري همکاران وايي چې په کامدېش او برګ‌مټال کې شاوخوا ۱۳۶ زره کسان د ناامنۍ او د لاسرسي د محدودیتونو له امله له تېرو شپږو اوونیو راهیسې د خوړو، درملنې او لومړنیو اړتیاوو له نشتوالي سره مخ وو.»

هغه زیاته کړه :«له ټولو ښکېلو لوریو سره له پرلپسې خبرو اترو وروسته، زموږ شریکانو اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو پر رسولو پیل کړی دی.»

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې چې د لارو په پرانیستل کېدو سره بازارونه بیا فعال شوي او د ناروغانو لېږد هم بېرته پیل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ټینګار کوي چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي او دوی د بشري اصولو سره سم د خوندي، بې‌خنډه او نه محدودېدونکي لاسرسي غوښتنه کوي.

هغه یادونه وکړه چې دا مرستې په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي پولې پورې غاړې د توپچي ډزو د دوام راپورونه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاتوي چې دغو حملو په وروستیو ورځو کې د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې یو ښوونځی، یو روغتیايي مرکز او یوه مخابراتي پایه زیانمنه کړې ده.

که څه هم د ځاني تلفاتو راپور نشته، خو د دغه سازمان شریکان خبرداری ورکوي چې سیمه‌ییزې ټولنې له سختې اندېښنې سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري ادارې ټینګار کوي چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې، په ځانګړې توګه ښوونځي او روغتیايي مرکزونه باید هر وخت خوندي وساتل شي او د نړیوال بشري قانون له مخې هیڅکله په نښه نه شي.

تر دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي و چې په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتو په نورستان کې لږ تر لږه ۱۳۶ زره کسان له سختې لوږې او د ژوند له لومړنیو اړتیاوو سره مخ کړي دي، چې ډېری یې په کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو کې مېشت دي.