افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوي دي

انځور ارشیف څخه

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوي دي.

دغه راپور چې د اپرېل میاشتې د دویمې اونۍ وضعیت څېړي، ښيي چې د وریژو په څېر د لومړنیو توکو بیې له ۲۴ څخه تر ۴۷ سلنې پورې پورته تللي دي.

د راپور پر بنسټ، د غنمو بیه ۲۰ سلنه، د غوړیو ۱۰ سلنه او د بورې بیه نږدې ۱۹ سلنه زیاته شوې ده. که څه هم په اونیزه کچه د اوړو او غوړیو بیې تر ډېره ثابتې پاتې دي، خو بوره یوازې په یوه اونۍ کې ۳ سلنه نوره هم ګرانه شوې ده.

اوس مهال د افغانستان د وارداتو ۶۰ سلنه برخه د ایران له لارې او د اسلام کلا له بندر څخه ترسره کېږي.

 د سوداګریزو لارو دغه بدلون که څه هم بازارونو ته د توکو رسول ممکن کړي، خو ورسره جوخت د ټرانسپورټ لګښتونه زیات شوي او د مالونو د رسېدو وخت هم اوږد شوی دی.

د سبزیجاتو په برخه کې وضعیت لا خراب دی؛ د کچالو بیه د تېر کال په پرتله دوه چنده شوې او د رومي بانجانو بیه ۶۵ سلنه لوړه شوې ده.

 له ایران څخه د وارداتو کموالی او له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدل د دغې ګرانۍ اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د ډیزلو بیه هم د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه او د کیمیاوي سرې بیه ۳۵ سلنه لوړه شوې ده.

 بل خوا، د کار بازار خورا کمزوری شوی او خلک په اوسط ډول په اونۍ کې یوازې ۱.۷ ورځې کار موندلی شي، چې دې چارې د خلکو د پیرلو توان په کلکه اغېزمن کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بیو لوړوالی، پر سوداګریزو لارو فشار او د کاري فرصتونو نشتوالی په افغانستان کې پر کورنیو جدي فشارونه زیات کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.