ویډیوګانې

دریځ: د هرمز تنګي خطرناک راتلونکی،که کړکېچ نور هم زیات شي څه به وشي؟

پاکستان وړاندیز کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په راتلونکو ورځو کې په اسلام‌آباد کې ترسره شي.

له دې سره هم‌مهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د کلابندي د پیل خبر ورکړی، خو ویلي یې دي چې لا هم د خبرو دوام ته چمتو دی.

په همدې حال کې، په سیمه کې کړکېچونه دوام لري او د لبنان په سویل کې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.