د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ادارې شمېرې ښيي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سیلابونو او سختو بارانونو له امله د تلفاتو کچه ۱۸۹ مړو او ۲۵۰ ټپیانو ته رسېدلې ده.
د دغې ادارې په وینا، یوازې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې ښيي چې ۹ تنه لا هم لادرکه دي.
یاد سیلابونه د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې راوتلي چې د دغې ادارې په خبره، له امله یې تر ۷۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د وړاندې شویو ارقامو پر بنسټ، د سیلابونو په پایله کې ۷ زره او ۴۷ کورونه او ۱۸ زره او ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د دغو سیلابونو له امله یو شمېر بنسټیزې تاسیسات هم له منځه تللي، چې په کې سلګونه کیلومتره سړکونه او د اوبو رسولو سلګونه شبکې شاملې دي. طالبان وایي چې ۹ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
ځینو کسانو د دغو سیلابونو په پایله کې هر څه له لاسه ورکړي دي؛ له سرپناه نیولې تر خپل ټول جایداد پورې. دوی وایي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې وژونکو او زیانمنونکو طبیعي پېښو د نړیوال اقلیم له بدلون څخه د افغانستان د زیانمننې کچه په ډاګه کړې ده.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د ګلخانهیي ګازونو په تولید کې هېڅ رول نه لري، خو بیا هم د تر ټولو زیات زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې دی؛ هغه زیانمننه چې وخت ناوخت په عمل کې له درنو تلفاتو سره لیدل کېږي.
