افغانستان

اوچا: افغانستان کې وروستیو سیلابونو تر ۷۳ زرو ډېر کسان ځپلي دي

انځور- د هرات سیلابونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د مارچ له ۲۶مې د اپریل تر ۶مې پورې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د افغانستان په کچه ۳۱ ولایتونه، ۱۶۵ ولسوالۍ او ۵۴۶ کلي اغېزمن شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې طبیعي پېښو کې تر ۷۳ زرو ډېر کسان زیانمن شوي، چې له دې جملې ۹۳ کسان مړه، ۱۸۱ ټپیان او ۴ نور لادرکه دي.

اوچا زیاته کړې چې سیلابونو څه باندې ۹ زره کورونه ویجاړ کړي، چې زرګونه یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

همداراز ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې او تر ۵۰۰ ډېر څاروي هم تلف شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د هېواد ختیځې سیمې، په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت، تر ټولو ډېر زیان لیدلی او په دویم ګام کې سویل او لویدیځ ولایتونه قرار لري.

اوچا ټینګار کړی چې که څه هم مرستې پیل شوې، خو تر اوسه یوازې ۸ زره کسانو ته رسیدګي شوې او اړتیاوې خورا پراخې دي.

په سمنګان، کندوز او بغلان کې نغدي مرستې د خلکو تر ټولو لومړنۍ او بېړنۍ اړتیا بلل شوې ده.

اوچا دغه راز ویلي چې د اړتیاوو د دقیقې پېژندنې لپاره یې سروې او ارزونې روانې دي او ټینګار یې کړی چې له کورنیو او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.