افغانستان

زابل کې تازه جوړ شوی پُل د ټیټ کیفیت له امله د ویجاړېدو په حال کې دی

د زابل ولایت په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر زيات پلونه د تېرو جګړو پر مهال ويجاړ شوي، چې له امله يې د دغې لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

د نړېدلو پلونو له ډلې يو هم د زابل د «بسکې» پل دی، چې څه باندي يوه اوونۍ مخکې زابل کې د طالب مسوولینو له خوا ګټې اخیستو ته وسپارل شو؛ خو د يوې اونۍ په تېريدو يې لاندۍ برخه نړېدلې ده.

زابل کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت استازي وايي، د یوه ترکي ودانیز شرکت له خوا د «بسکې» جوړ شوی پُل چې د لاندینۍ برخې رغنیزې چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي د کار کيفيت يې کم دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند حميدالله مصباح وايي، دغه پل د ترکيې هېواد د «۷۷» په نوم رغنيز شرکت له لوري جوړ شوی، چې د لاندې برخي کار يې يوه افغانۍ شرکت ته ورکړل شوی و، چې د کار د ټيټ کيفيت له امله يې لاندې برخه تخريب شوې ده؛ خو پله ته زيان نه دی رسېدلی.

مصباح وايي پر دغه پُل هيڅ ډول لګښت نه دی شوی، خو په خبره يې د ټيټ کار پر ترسره کولو تورن شرکت څخه به ځواب پوښتي.

نوموړی وایي: «موږ نه ردوو، چې د پله د لاندې برخي د کار کيفيت ټيټ نه دی، خو بايد ووايو چې د پله لاندینۍ برخه به بېرته په اساسي توګه رغول کيږي.»

اخوا د طالبانو د زابل ولايت مقام کې يوه سرچينه وايي، چې پر دغه پله ۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

تر اوسه د هغه افغاني شرکت په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي، چې د ياد پُل کار يې په ټيټ کيفيت ترسره کړی دی.

موږ هڅه وکړه، چې د ترکیې هېواد د ۷۷ رغنيز شرکت مسوولینو نظر هم واخلو خو بريالي نشوو.

اوسمهال د کابل – کندهار د لويې لارې په يو شمېر نورو سیمو کې د پلونو او پلچکونو رغونه روانه ده، چې عام خلک يې د اساسي جوړېدو غوښتنه کوي.